افغانستان کې د ځانگړو ځواکونو د نوي ماموريت طرحه

ځانگړي ځواکونه
Image caption د ځانگړو ځواکونو د نوي ماموريت طرح اوس مطرح شوې

رسنيو د امريکايي پوځ د يوۀ پلان مسوده ترلاسه کړې ده چې تر مخه به يې افغانستان څخه د دوی د ځواکونو له وتلو سره سم د ځانګړو قواو ډلګۍ له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو بريدونه ځوابوي.

د امريکا د ځانګړو ځواکونو مشر ااميرالبحر بل مکرېون د فبرورۍ له مياشتې راهيسې د لوړ پوړو امريکايي جنرالانو په لارښوونه په دې پلان کار پيل کړي دی چې له بشپړېدو سره سم به سپينې ماڼۍ ته وسپارل شي.

دغه ځانګړي سرتيري به چې شمېره يې ښايي شاوخوا دوو زورو تنو ته ورسېږي، لا هم د عادي پوځ له خوا اداره کېږي.

دوی به افغان ځواکونو ته د طالبانو د بريدونو د شنډولو او استخباراتو په اړه عملي مشورې ورکوي او ورته به ښيې چې څنګه د دښمن د نښه کولو او يا هم د فشار په وخت کې امريکايي هوايي ملاتړ وغواړي.

ويل کېږي چې په دې ډلګيو کې به له هغو ځواکونو څخه هم کار اخيستل کېږي چې د " افغانستان – پاکستان لاسونه" په نوم يادېږي او شمېره يې تر اوو سوو اوړي.

دغو ځواکونو ته د کلتوري زده کړې تر څنګه له څو مياشتو راپه دې خوا د پښتو، دري او اردو ژبو مهارتونه هم ورښودل شوي دي.

که چېرته د پنتاګان دغه پلان د سپينې ماڼۍ لخوا تائيد شي نو دغه جوړښت به له هغه نظامي ځواک سره ورته وي چې تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزير جنرال وردګ د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغانستان لپاره اړين وباله.

د اميرالبحر مکرېون د دغه کم شمېره پوځ موخې به د ولسي وګړو ساتنه او تر څنګ يې د طالبانو او القاعده ځپل وي.

دغه پلان د امريکا د مرستيال ولسمشر جوزيف بايدن له هغه پلان سره ډېر توپير لري چې تر مخه بي يې افغان پوځونه په يوازې ځان حملې په شا وتمبوي او امريکايي ځانګړي ځواکونه به لېري په خوندي مرکزونو کې مېشت وي او د اړتيا په صورت به مرستې ته دانګي.

دغه پلان په داسې حال کې افشا کېږي چې ځينې کړۍ وېره څرګندوي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به يوه امنيتي خلا رامنځ ته شي او ګواکې افغان ځواکونه به د دې جوګه نه وي چې په يوازې ځان د دښمن مخې ته ودرېږي.

ورته مطالب