'د ګمرکونو څارونکي په اداري فساد کې لاس لري'

عمر زاخیلوال
Image caption د ماليې وزیر دغه راز د افغانستان په ګمرکونو کې له اداري فساد نه سترګې نه پټوي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ادارې د حیرتانو او تورخم په ګمرکونو کې د میلیونونو افغانیو د درغلیو خبره کوي، د ماليې وزیر عمرزاخېلوال بیا د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د همدغو ادارو پرکارونو نیوکه کوي.

ښاغلي زاخېلوال، د ماليې راټولولو او ګمرکونو د څار ادارې پخپله په اداري فساد تورنې کړې:

''زموږ په مالیاتي او ګمرکي ادارو کې د څارنې د ډېرو ادارو حضور د سمونې پرځای د اداري فساد لامل شوی دی. که د دوی حضور نه وی، نو زموږ عواید به تر نینيو عوايدو هم ډېر وو. کله چې یو کارکوونکی یوې ګټې ته اړ شي، هغه فساد ته هم اړ کیږي.''

ښاغلي زاخېلوال دغه څرګندونې د کورنیو عوایدو د ۵۰ سلنې ډېروالي په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د نوموړي په وینا د دغو ادارو استازي، د سوداګرو د ځورونې لپاره یوه پلمه لټوي.

د ماليې وزیر دغه راز د افغانستان په ګمرکونو کې له اداري فساد نه سترګې نه پټوي:

''داسې نشو ویلی، چې په ګمرکونو کې فساد نشته، سل په سلو کې فساد شته. همدغلته هره ورځ موږ ته له بېلابېلو ځایونو د کارکولو ۲۵ غوښتنلیکونه راځي او ټول يي په ګمرکونو کې کارکول غواړي. هېڅوک په مستوفیتونو کې د کارکولو لېوالتیا نه لري، خو په ګمرکونو څه دي. هغه کسان چې بهر، د ګمرکونو د فساد په اړه خبره کوي، هماغه کسان دي، چې یو څوک يې غواړي په ګمرکونو کې کار وکړي.''

خو د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر عزیزالله لودین د ښاغلي زاخېلوال تورونه په کلکه ردوي.

له دې سره سره د ماليې وزارت وايي، د افغانستان کورني عواید د تېرو دریو کلونو په پرتله دوه نیم برابره ډېر شوي دي.

د چارواکو په وینا د تېرکال کورني عواید سل میلیارده افغانۍ و، خو لا هم د افغانستان پراختیايي بودیجه او د عادي بودیجې ۴۰ سلنه له بهرنیو مرستو ورکول کیږي.

ورته مطالب