ښځې وايي پر زور زياتي سړي ولې غلي دي؟

Image caption د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې په دې وروستيو کې ډيرې شوي.

د بدلون په موخه د ځوانو ميرمنو د بنسټ په لسګونو غړو او ملاتړو په تيره يوه میاشت کې د هيواد په بیلا بیلو ولايتونو کې د پنځو ميرمنو د وژولو پر ضد په کابل کې مظاهره وکړه.

دوی له افغان دولته وغوښتل چې پر ښځو تيري کوونکي او ظلم کوونکي دې محاکمه کړي.

مظاهره کوونکي نن (د اپريل ۱۴) د کابل له دريمې کارتې نه د بیلا بیلو شعارونو په ورکولو د افغانستان د ملي شورا مخې ته را ټول شوي وه.

ګډون کوونکو د ښځو پر وړاندې د دوی په وينا د بې عدالتۍ د پای ته رسیدو غوښتنه کوله .

د ځوانو ميرمنو د ټولنې بنسټ ايښودونکې نور جهان اکبر له بي بي سي پښتو ويب پاڼې سره په يوه مرکه کې د خپلې ټولنې له خوا د نننۍ مظاهرې علت په هيواد کې پر ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندې د عادي وګړو د چوپوالي ختموول وبلل او زياته يې کړه:

"زموږ هدف او غوښتنه دا ده چې په هيواد کې د ښځو پر وړاندې روانه بې عدالتي پای ته ورسيږي او خلک بايد په دې ډول پيښو خبرې وکړي".

نوموړې وويل:

"ولې زموږ پلرونه، وروڼه او د وطن نارينه غلي دي او خپل غږ نه اوچتوي؟ ايا خلک دې ته ګوري چې د دوی لور او خور هم دغه ډول وځوريږي نو بیا به را پاڅيږي؟ ايا د دغو پنځو ميرمنوژوند چې په تيره يوه میاشت کې ووژل شوې دوی ته مهم نه دی؟"

ميرمن اکبر وويل له افغان دولته غواړي چې هغو ميرمنو او نجونو نه خپل ملاتړ وښيي چې په دې وروستيو کې د ډول ډول تاوتريخواليو په ترڅ کې ځوريدلي دي.

د ځوانو ميرمنو ټولنه وايي د روان کال د روان کال له لومړۍ مياشتې تر اوسه پنځه ميرمنې د خپلو کورنيو له خوا ځورول شوي او وژل شوي دي.

د وژل شويو ميرمنو له يوې څخه په هرات ولايت کې سر پريکړل شو، يوه بله په خوست کې میړه ووژله ، دريمه هغه هم په پکتيا کې د قومي شورا له خوا اعدام کړای شوه او څلورمه يې هم ۱۷ کلنه حلیمه وه چې د میړه وهلو ټکولو تر مرګه ورسوله.

دې بنسټ تر دې وړاندې د افغانستان په ښارونو ، لارو او کوڅو کې له ميرمنو سره د ناوړه چلند په اړه په کابل کې يو لړ دې ته ورته مظاهرې هم کړي دي او د ۲۰۱۲ کال د مارچ په اتمه نيټه يې د ښځو نړیوالې ورځې په وياړ په کابل کې يوازې ښځو او نجونو ته لومړنی انټرنيټ کلب هم پرانيسته.

د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې په دې وروستيو کې ډيرې شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې په ختيځو سیمو کې پر ښځو د زور زياتي خبرونه ورکړل شول.

دې ته ورته څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې د افغانستان په باب رپوټ خپور کړ او په سلگونو نجونو حال يې ووايۀ چې ويل يې له کورونو د پلار، ورور يا خاوند د وهلو ټکولو له امله تېښتې ته اړې شوي خو قانون ساتونکو يې د ساتنې پر ځاى هغوى زندان ته اچولي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې د یوه فرمان له لارې روښانه کړي چې له کوره تېښته جرم نه دی او هغه کسان چې په دې تور بندیان دي بايد له بنده خلاصې شي.

دوى له مرستندویه هېوادونو هم وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار ډېر کړي ښځو او له لویه سره بشري حقونو ته خپل پام زیات کړي.

ورته مطالب