محمدي وايي هم مهاله بریدونه حقاني شبکې طرحه کړي

محمدي د انځور حقوق Waheed Paikan
Image caption بسم الله محمدي وویل چې د ټولو ۳۸ برید کوونکو مړي د جګړې په سیمو کې پاتې دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی هم مهاله بریدونه د نژدې پنځوسو کسانو تر وژل کېدو او شاوخوا اویا نورو ټپي کېدو وروسته د دوشنبې پر ګهيځ پای ته ورسېدل.

د پلازمېنې کابل په زړه کې د نژدې شل ساعته نښتو او ډزو له کبله عادي ژوند ګډوډ او له وېرې د ښاریانو له سترګو خوب تښی و.

د بریدونو اصلي موخه د کابل په لوېديځ، ختيځ او دپلوماتیکه سیمه کې په نښه شوي هدفونه وو.

د افغانستان ملي شورا، د روسیې، جاپان او برتانیا سفارتونه، د ملي اردو تعليمي مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د کابل''سټار هوتل''هم د برید اصلي هدف وو.

خو چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې نه د ملي شورا کوم غړی او نه هم د یادو سفارتونو کارکوونکو ته کوم زیان اوښتی دی.

دا بریدونه یوازې پر کابل نه وو ورټول، لوګر، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې هم هم مهاله ورته بریدونه شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي د کابل د بریدونو له پای ته رسېدا شېبه وروسته خبریالانو ته د بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې په ډاګه کړې:

''درې ولسي وګړي او اته امنيتي سرتېري وژل شوي. د څلوېشتوپه شاوخوا کې امنیتي ځواکونه برسېرن ټپیان شوي چي له درملنې وروسته رخصت کړای شول. ۲۵ ملکي وګړي ټپیان دي په دې بریدونو کې ۳۸ ترهګرو ګډون کړی وو چې د ټولو مړي د جګړې په ډګړ کې پاتې دي.''

ښاغلي محمدي وویل، د امنيتي ځواکونو له لوري یوه نیول شوي برید کوونکي منلې چې دغه بریدونه د حقاني شبکې له لوري سمبال شوي وو:

''یوتن یې د جلال اباد په ښار کې ژوندی نیول شوی دی هغه اعتراف کړی دی چې له پولې هاخوا د حقاني له ډلې سره تړاو لري.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالبانو د بریدونو د پړې په منلو سره ویلي چې منظم شوي بريدونه د لوېدیځو ځواکونو پر ضد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل نښه ده.

پر همدې مهال، د افغان ملي اردو یو جنرال قدم شاه شهیم وايي، د ملکي مرګ ژوبلې او امنيتي ځواکونو د تلفاتو د مخنيوي پخاطر یې محتاطانه ګامونه اخیستي، چې بریدونه له ډېرو تلفاتو پرته د برید کوونکو په وژنې پای ته ورسېدل:

ژړا

''هغه څه چي موږ یې ډېر خواشیني کړي یو، د پارلمان مخې ته ودانۍ کی د ترهګرو له لوري زموږ د یوشمېر وطنوالو برمته نیونه وه او کله چي به موږ غوښتل عملیاتو ته زور ورکړو، نو د ملکیانو نارې او ژړا به اورېدل کېده چې دا د دې لامل وګرځېد چې موږ خپل عملیات ورو او په تدبیر زغم سره مخکې بوځو.''

په دغو عملیاتو کې د ناټو ځواکونو رول تر ډېره مشورتي او څارنیز بلل شوی، او ځینې وخت یې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کړی دی.

طالبانو د بریدونو د پړې په منلو سره ویلي چې منظم شوي بريدونه د لوېدیځو ځواکونو پر ضد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل نښه ده.

ورته مطالب