ایران مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته پاسپورتونه ورکول کېږي

ایران کې افغان کډوال د انځور حقوق Fars
Image caption تر دې وړاندې ایران هغو افغان کډوالو ته د وتلو ګواښ کړی وو چې په دغه هېواد کې يې د قانوني اوسېدو اسناد نه لرل.

د افغانستان د حکومت رسمي شمېرې ښيي چې دا وخت شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوال په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې ایران له دغو کډوالو غوښتي و، چې له ایرانه ووځي، خو اوس په دې سلا شوی چې افغان کډوال کولی شي پاسپورټونه او وېزې په ايران کې د افغانستان د سفارت او قونسل گريو له لارې واخلي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې زرګونه افغان کډوال د پاسپورټ د اخیستو لپاره بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د چارواکو په وینا ډېرو يې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد اخيستي دي.

اوس مهال افغان حکومت وايي، ترراتلونکې یوې میاشتې به په ایران کې پر ۹۰ زره هغو افغان کډوالو پاسپورټونه وويشي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغان چارواکو په وینا، ایران پرېکړه کړې، چې دغه کورنۍ له پاسپورټ او ویزې له ترلاسه کولو وروسته کولی شي، په هغه هېواد کې پاتې شي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې ډېر کډوال لري.

په افغانستان کې روانه ناامني او د کار نشتوالی یوشمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړي دي.

ورته مطالب