ایسا وايي وارداتي تعرفو کې بدلون راغلی

افغاني وچه مېوه
Image caption په تېرو لسو کلونو زيات شمېر افغان او بهرنيو سوداګرو سلګونه ميليونونه ډالره په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

په افغانستان کې له پانګوالو د ملاتړ اداره آيسا وايي د زياتو صنعتي او کرنيزو وارداتو په ګمرکي تعرفو کې بدلون راغلی دی.

ايسا وايي د افغانستان د ماليې وزارت ورسره د نژدې دېرش قلمه توکو د ګمرکي تعرفو د کمېدو او زياتېدو پر سر موافقه کړې ده.

بل خوا افغان پانګوالو د افغانستان حکومت دوی ته په نه پام تورن کړی او وايي په تېرو لسو کلونو کې يې ترې بشپړ ملاتړ نه دی کړی.

په افغانستان کې توليدېدونکي توکي د ګاونډيو هېوادونو له وارداتي محصولاتو سره په سيالۍ کې دي او افغان سوداګر د خپلو کارخانو د بندېدو ګواښنه کړې ده:

له پانګوالو د ملاتړ اداره ايسا وايي د افغانستان د ماليې وزارت د يو شمېر صنعتي او کرنيزو توليداتو د ګمرکي تعرفو د بدلون پر سر ورسره موافقه کړې ده.

د دغې ادارې مسؤولين وايي د بدلونونو هدف په ټوله کې د بهرنيو وارداتي توکو په مقابل کې د کورنيو توليداتو ملاتړ او تشويق دی.

د افغانستان د صنعت کارانو د سراسري اتحاديې مسوول شېرباز تميم وايي که څه هم دغه بدلونونه ډېر د پام وړ نه دي، خو کولی شي په دغه هېواد کې د پانګونې له غوړېدو سره يو څه مرسته وکړي.

خو پانګوال له حکومت نه ګيله من دي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د دوی بشپړ ملاتړ نه دی کړی.

دوی وايي له ګاونډيو هېوادونو په ارزانه بيه د ورته توکو واردېدل او پر دغو توکو د درنې ګمرکي تعرفې نشتوالی د دوی د کاربار د بندېدو لامل ګرځي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کورنيو توليداتو له ډېرېدو سره سره افغانستان د سيمې د هېوادونو د توکو په لوی بازار اوښتی دی.

په تېرو لسو کلونو زيات شمېر افغان او بهرنيو سوداګرو سلګونه ميليونونه ډالره په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

د کورنيو توليداتو له ډېرېدو سره سره افغانستان د سيمې د هېوادونو د توکو په لوی بازار اوښتی دی.

د دغو کارخانو څښتن وايي همدا اوس يو شمېر توليدي کارخانې بندې دي او يو شمېر نور پانګوال هم د دغه وضعيت د دوام په صورت کې ښايي خپلې پانګه شوې پيسې راټولې کړي.

پرته له دې ناامني او د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل هم د سوداګرۍ خونو په وينا په دغه هېواد کې پر پانګونې لوی اغيز پرېښی دی.

ورته مطالب