کرزي هم مهاله بریدونه ''استخباراتي ناکامي'' وبلله

برید د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېرې ورځې د کابل په بریدونو کې ۴۷ کسان ووژل شول.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هېواد پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې د هم مهاله بریدونو پر دویمه ورځ دغه بریدونو په کلکو ټکو غندلي دي.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې حامد کرزي په دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ونډه ستایلې ده.

ولسمشر کرزي ومنله، چې ''کابل او ځینو نورو ولایتونو ته د ځانمرګو ترهګرو ننوتل زموږ او په تېره بیا د ناټو ځواکونو لپاره استخباراتي پاتې راتلل دي، چې باید جدي پلټنه یې وشي.''

ویناپاڼه کاږي، چې حامد کرزي د وزیرانو شورا ته د وینا پرمهال د کابل، لوګر، پکتیا او جلال اباد په ترهګرو بریدونو کې پر وژل شوو کسانو خواشيني ښودلې ده.

تېره ورځ ماسپښین مهال په ځینو ولایتونو او کابل کې له نژدې شل ساعته نښتو او هم مهاله بریدونو په پایله کې ۴۷ کسان ووژل شول، چې ۳۶ یې د چارواکو په وینا برید کوونکي، او نور امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي وو.

چارواکو په ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید کوونکي د نیول کېدا خبر هم ورکړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حامد کرزي وویل، چې ''د هېواد امنیتي ځواکونو ددغو بریدونو پروړاندې په درېدو سره ثابته کړه، چې له خپلې خاورې دفاع کولی شي.''

د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې نیول شوي وسله وال منلې، چې دغه بریدونه د حقاني شبکې سمبال کړي وو.

حامد کرزي وویل، چې ''د هېواد امنیتي ځواکونو ددغو بریدونو پروړاندې په درېدو سره ثابته کړه، چې له خپلې خاورې دفاع کولی شي.''

طالبانو د بریدونو د پړې په منلو سره ویلي چې منظم شوي بريدونه د لوېدیځو ځواکونو پر ضد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل نښه ده.

د طالبانو دغه بریدونه په نړیواله کچه وغندل شول.

ورته مطالب