کابل بريد، گټونکى څوک شو؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ټوله کې دې بریدونو وښودله چې په زوره ډیر لږ څه ترلاسه کیدای شي

افغان چارواکو د طالبانو په يکشنبه ١٥ اپريل همغږو بريدونو کې چې په کابل او څو ولايتونو کې وشول، د ټولو وژل شويو شمېر ٥٠ ښودلى چې زياته برخه يې بريدگر دي.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په دې بريدونو کې د حقاني شبکې لاس درلود چې ويل کېږي د وزيرستان په قبايلي سيمو کې اډې لري.

چارواکي وايي ٣٦ بريد گر وژل شوي او يو يې ژوندى نيولى دى. طالبانو له خپله لوري په خپرو کړو ويناوو کې ويلي چې لسگونه کورني او بهرني پوځيان يې وژلي دي.

په دفاعي او ډېپلماتيکو چارو کې د بي بي سي خبريال جانتن مارکس په افغانستان کې د طالبانو ددغو همغږو بريدونو عواقبو او نتيجو ته کتنه کړې ده.

په پلازمینه کابل او دریو نورو ولایتونو کې په ظاهره د طالبانو تنظیم شویو بریدونو د اورپکو ترمنځ د ښې کچې همغږي وښوده.

طالبان او پلویان به یې وايي چې دوی د دې وړتیا لرله چې دغه ډول بریدونه ترسره کړي په ځانګړې توګه په کابل کې بریدونو وښودله چې ان پلازمینه هم خوندې نه ده.

دغه راز د ناټو او افغان چارواکو هم په بیړه د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا وستایله خو څارونکو دا خبره نوټ کړه چې افغان ځواکونه لږ ترلږه د ناټو څرخي الوتکو او ځانګړو ځواکونو ته اړتیا لري.

د پوځي چارو ډیر کارپوهان ښايي ووايي چې له دغو تنظیم شویو بریدونو نه دا درس واخیستل شو چې له افغان ځواکونو سره د مرستې په خاطر د ناټو مهمې وړتیاوې باید ترهغه په افغانستان کې پاتي شي چې افغان ځواکونه پرخپلو پښو دریږي.

د بي بي سي خبریال وايي په دې هرڅوک پوهیږي چې له دغه ډول بریدونو نه اورپکي څه غواړي خو هغوی په ځان کې کوم بدلون نه دی راوستی او د کومې نوې وړتیا څرګندونه یې ونه کړه.

د افغانستان حکومتي ځواکونو هم د هغوی د بریدیدونو ښه ځواب ورکړ.

په پلازمینه کابل او دریو نورو ولایتونو کې بریدونو د حقاني شبکې د هغه برید رنګ درلود چې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په میاشت کې یې په کابل کې د امریکا پر سفارت وکړ.

که دا خبره ثابته شي چې د دې تنظیم شویو بریدونو ترشاه هم د حقاني شبکې لاس و نو دا به د امریکا او پاکستان په کړکیچنو اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي.

په ټوله کې دې بریدونو وښودله چې په زوره ډیر لږ څه ترلاسه کیدای شي او د افغانستان راتلوونکې باید له سیاسي لارې خوندي شي چې دم ګړې دا لاره د نور هر کله په پرتله ډیره پیچلې ښکاري.

ورته مطالب