په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوځی: په افغانستان کې سینما

پدې پیلوځي کې په سینما غږیږو، په امریکا کې وروستیو فلمونو خورا ډیرې پیسې ګټلې دي، په افغانستان کې سینما د پيسو د ګټې لارې موندلی شي؟

په لودیځ کې د مولانا جلال الدین بلخي د علمي سمینار حال درکوو، په ختیځ کې ادبي څیړنه څیړو او په خوست کې د چنار مشاعره سره اورو.

د هنګر ګېمز یا لوږې لوبه په نوم امریکایی فلم په پرله پسې دریمه اوونۍ ډیر کتونکي لرل او ۳۰۰ میلونه ډالر یې وګټل.

په نړیوال بازار کې یې هم ۴۶۰ میلونه ډالر وګټل.

فلم د سوزان کولېن د ناول له مخې جوړ شوی.

فلم د تنکۍ پیغلې کیسه کوي چې په هغه تلویزیوني پروګرام کې برخه اخلي چې باید د سیالۍ د ګټلو له پاره تر مرګه وجنګیږي.

د سیمنا کار پوهان د دې فلم بری د هغه د ناول شهرت او په امریکا کې د سیمنا پر پرده د سیالۍ ټیټوالی په ګوته کوي.

په دغه فلم رپوټ لرو.

په افغانستان هم د نورو ډګرونو په څېر د سینما په برخه کې هلې ځلې کوي، خو دا ټولې په شخصي او خصوصي کچه دي او حکومت ورته پام نه کوي.

په افغانستان کې د سینما له لارې د پيسو ګټلو ته څومره لاره په مخکې ده.

د افغانستان له یوه فلم جوړوونکي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سلاکار واحد نظري سره په همدې اړه بحث لرو.

په هرات کې د مولانا جلال الدین بلخي په اړه په جوړ شوي کنفرانس مو خبروو.

په ننګرهار کې د څېړنو د ارزونې سيمينار د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې جوړ کړى و.

په سیمینار کې په څېړنې پورې پر تړلو مسلو ګڼې ليکنې ولوستل شوې.

دا رنګه په دې سيمينار کې دوه وتلي څېړونکي سر څيړونکى زلمى هيواد مل او د کوزې پښتونخوا د کوټې تکړه څېړونکى ډاکترعبدلروف رفيقې هم ولمانځل شول.

د دوې پر تحقيقي چارو، پوهانو او ليکوالو ليکنې او ويناوې واورولې.

پدې اړه هم بحث لرو.

په خوست کې د چنار په نوم مشاعره جوړه شوې وه چې رپوټ پرې لرو.