'۲۵ پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې افغان بریدونو ته تابیا نیسي'

رحمت الله نبیل د انځور حقوق

د افغانستان د څارګرې ادارې چارواکو ویلي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې د شیکاګو تر کنفرانس پورې هېواد له لویو امنیتي ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان پلازمېنه کابل او ځینو نورو ښارونو کې د وسله والو هم مهالو بریدونو ګڼ افغانان او چارواکي سخت اندېښمن کړي دي.

د ملي امنیت د ادارې رییس رحمت الله نبیل ددغو بریدونو په تړاو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته په وینا کې وویل، هېواد به یې د افغانستان په تړاو د شیکاګو تر جوړېدونکي کنفرانس پورې له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ وي.

په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د شیکاګو کنفرانس د راتلونکې مۍ په وروستیو کې جوړ شي.

ښاغلي نبیل جرګه والو ته دا هم وویل، چې پاکستاني مېشتي ترهګرې ډلې او استخباراتي کړۍ د افغانستان لپاره بریدونه طرحه کوي:

''باید په ښکاره ووایم چې موږ د شیکاګو د کنفرانس تر جوړېدو پورې شاید له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ شو؛ ځکه موږ له داسې کسانو سره په جګړه کېوتي یو، چې یوه ډله نه ده، دوه ډلې نه دي، یو استخباراتي سازمان نه دی، دوه نه دي، پاکستان کې تقریباً پنځه ویشت شپږ ویشتو لویو ترهګرو ډلو خپل کار پیل کړی دی. څلور ورځې مخکې پاکستان کې ټولې دیني مدرسې رخصت شوې او ټول طالبان یې افغانستان ته استول شوي. موږ چې کوم کس نیولی، وايي چې د حقاني په یوه مدرسه کې له موږ سره دوه سوه ځانمرګي برید کوونکي روزل کېدل.''

رحمت الله نبیل زیاته کړه، چې د افغانستان د ننه له اورپکو سره همکاري کېږي، خو په ډاګه یې نه کړه چې له هغوی سره څوک او څرنګه همکاري کېږي.

ناکامي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کابل، جلال اباد، لوګر او پکتیا په هم مهالو بریدونو کې نژدې پنځوس افغانان ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت رییس د وروستیو بریدونو په تړاو د وکیلانو پوښتنو ته وویل، ددغو بریدونو په مخنیوي کې دوی خپل پاتې راتلل مني، خو وویل چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د بودیجې کمښت ددوی فعالیتونه ټکني کړي دي.

استخباراتي مشر دا څرګندونې په کابل، لوګر، پکتیا او جلال اباد کې د اورپکو له هغو هم مهالو لویو بریدونو دوه ورځې وروسته کړې، چې د برید کوونکو په ګډون نژدې پنځوس کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور په کې ژوبل شول.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا بریدونه د پسرلنیو بریدونو یوه پیلامه وبلله.

که څه هم د وروستیو بریدونو پروړاندې افغان چارواکو د امنیتي ځواکونو غبرګون وستایه، خو ددغو بریدونو د مخنیوي د پاتې راتلو له اړخه یې امنیتي او استخباراتي چارواکو ته هم د انتقاد ګوته ونیوله.

ورته مطالب