د غزني پوهنتون محصلین د زده کړې چاپېریال غواړي

غزني کې محصلین د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په دغه پوهنتون كې اوس مهال څه د پاسه يونيم زر محصلين لاهم له كړاوونو سره زده كړو ته دوام وركوي.

د غزني د پوهنتون محصلين وايي خپلې ستونزې يې څوڅو ځلې له چارواكو سره شريكې كړي خو چا يې په ستونزواو غوښتنو پسې سرنه دی ګرځولی.

هغوی په يوه سوله یيزلاريون كې له چارواكو غوښتنه كوله چې د زده كړو لپاره دې ورته سم چاپېريال برابر شي او د پوهنتون نوې ودانۍ ته دې ولېږدول شي.

د غزني پوهنتون يوه محصل خپلې غوښتنې داسې بيان كړې:''زما نوم نور ګل د غزني پوهنتون يو محصل يم موږ دلته دا څو كاله كېږي چې درسونو ته دوام وركوو خو دا ځای يوسوداګريز ماركيټ دى.

او شاوخوا يې هم د موټرو تم ځايونه دي، او هم دوكانونه چې له صوتي نظره يو ككړ چاپېريال لري له چارواكو دا غوښتنه كوو چې پوهنتون هغې نوې ودانۍ ته ولېږدوي او دا ځای تنګ دی. ټولګي يې واړه واړه دي په يوه څوكۍ څلور تنه ناست وي او ډېر نور ولاړ وي نو په داسې چاپېريال كې درس لوستل كېداى شي.''

د غزني پوهنتون محصلينو په پوهنتون كې د استادانو له ناسم او تر ډيره نامسلكي چال چلنده سرټكاوه هغوی ادعا كوي او وايي د پوهنتون د استادانو په خپلو كې مخالفتونو پكو كړي او د دوی ددغو مخالفتونو له امله يې په پايله كې محصلين له كړاوونو سره مخامخېږي.

د غزني پوهنتون یو بل محصل: ''زما نورحمت الله اندړ دى دلته په پوهنتون كې موږ له ډيرو ستونزو سره مخامخ يو. استادان هم په خپلو كې مخالفتونه لري خپلوي، ژپني، توكم پالنې او همدا ډول ګوندي موضوعاتو ته لمنه وهي ددوی د مخالفتونو له كبله موږ زيان وينو او ډيری محصلين ددوی د مخالفتونو په پايله كې چانس ویني په خيام هوټل كې استادانو ته ميلمستياوې كېږي او هغه محصلان چې بيا وړتيا هم نه لري ښې نمرې تر لاسه كوي.''

ناروغي

خو په عين حال كې د غزني پوهنتون سرپرست محمد رحيم ددې ترڅنګ چې د محصلينو درسي ستونزې مني، خو په خپل سر د پوهنتون لېږدول ناشونى كار بولي.

هغه زياتوي د پوهنتون نوي ودانۍ لا هم د برېښنا، اوبو، او ترانسپورت ستونزې لري هغه په پوهنتون كې د تعصب له خبرې هم سترګې نه پټوي او ورته د يوې ناروغۍ په سترګه ګوري چې په ټول هېواد كې خوره شوې ده.

د يادولو ده چې د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ كال كې په غزني كي په رسمې توګه پرانيستل شو چې له هغه مهاله تراوسه پورې يې محصلينو په كرايي كورونو، ماركيټونو، خيمو، او هوټلونو كې له ليلیې او كتابتون پرته درسونو ته دوام وركړي.

په دغه پوهنتون كې اوس مهال څه د پاسه يونيم زر محصلين لاهم له كړاوونو سره زده كړو ته دوام وركوي.

ورته مطالب