کرزی: له امریکا سره مو د مرستو په اندازه اختلاف دی

حامد کرزی د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر کرزي وویل، که وسله وال مخالفان رښتیا د هېواد په غم کې وي، نو له ویجاړۍ او د هغه په وینا د نورو له منګولو دې ځانونه خلاص کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، له امریکا سره یې د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا په اړه خبرې روانې دي، خو وايي د هغو پيسو د اندازې په اړه یې لاستونزې شته، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به یې نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو د سمالښت لپاره ورکوي.

د افغانستان ولسمشر دا څرګندونې په کابل کې د محمود طرزي د ۱۵۷ تلین او د سراج الاخبار افغانیه د سلمې کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته کولې.

ښاغلي کرزي، چې پوهنتوني زده کوونکو ته په وینا کې وویل، له امریکا غواړي په ستراتیژیک تړون کې د هغه پيسو کچه په لیکلي بڼه مالومه کړي، چې د افغان ځواکونه لپاره یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان ته ورکوي.

حامد کرزي د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې هم مهاله بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا یې د هېواد پرمختګ پرضد یوه دسیسه وبلله.

نوموړي وویل، چې په دغه برید کې ۳۵ برید کوونکي هم، مسلمانان او هم افغانان وو:

''۳۵ طالب برید کوونکي، چې افغانستان ته راغلي وو، شاید ټول افغانان وي، او مسلمانان دي، دوی کېدای شوای چې ښوونکي جوړ شوي وای، ډاکټران ترې جوړ وای، او د مسلمانانو د وژنې عامل نه وای شوي. ''

کرزي زیاته کړه: ''ددوی ماغزه مینځل شوي، او د افغانستان او اسلام پرضد وکارول شول''

ولسمشر کرزي وویل، که وسله وال مخالفان رښتیا د هېواد په غم کې وي، نو له ویجاړۍ او د هغه په وینا د نورو له منګولو دې ځانونه خلاص کړي:

''نو طالب وروره، دا کار چې ستا په نامه شوی، په دواړو کې دې مسلمانان او افغانان ووژل. ښوونځي ته ماشومان نه پرېږدﺉ، سپین ږیري نه پرېږدﺉ چې لمونځ وکړي، قاري نه پرېږدﺉ، چې قرآن ولولي، نو په دې کې د اسلام خیر له کومه شو؟!''

د پرمختګ ماشین

نوموړي پر ځوان نسل یوځل بیا غږ وکړ چې تعلیم او زده کړې ته مخه کړي؛ ځکه چې له تعلیم پرته د هېواد پرمختګ امکان نه لري:

''ځوانان او لوستي کسان، د هېواد او خاورې د ډاډمن پرمختګ مخکښان دي، په تېره هغه بچیان چې بهر او افغانستان کې زده کړې کوي، دوی د یوه داسې ماشین پرزې دي، چې په مټ یې افغانستان پرمخ بېول کېږي. ''

ورته مطالب