ناټو د افغان ځواکونو د تمویل په باب غږېږي

افغان ځواکونه د انځور حقوق AP
Image caption ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته له نړیوالې ټولنې د افغان ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کوي.

د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیران په برسل کې ددو ورځو لپاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د تمویل په غړه بحث کوي.

دا غونډه په دوه ورځې دوام لري.

ناټو ټینګار کړی، چې افغانستان کې د تېرې یکشنبې د طالبانو هم مهاله ستر بریدونه د افغانستان په تړاو د ناټو په تګلاره کې هېڅ بدلون نه شي راوستلی.

د غونډې پیل کې د ناټو عمومي منشي اندریس فو راسموسن وویل:''د شیکاګو سرمشریزې ته یوازې یوه میاشت پاتې ده. موږ باید دغې ناستې ته له چمتووالي ډاډمن شو.''

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي:

''موږ به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو. افغانستان کې د حکومت پرضد جنګېدونکو ته زما پیغام ډېر روښانه دی: تاسې فکر کوﺉ چې زموږ وتلو ته انتظار یاست، خو موږ به هڅه وکړو، چې یوه داسې پیاوړې افغان اردو جوړه کړو، چې هېڅوک به یې د ماتولو وس ونه لري.''

د ناټو له مهال وېش سره سم، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړېږي.

په دې سره به افغان ځواکونو د ټول هېواد امنیتي چارې پرغاړه واخلي.

د امریکا متحده ایالتونه هیله ښيي چې نړیوال ملګري به یې د افغان ځواکونو په مالي تمویل کې ملا وتړي.

واشنګټن له نورو هېوادونو غواړي چې هر کال د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره له امریکا سره تر یو میلیارد ډالرو (نژدې ۶۳۰ میلیون یورو) پورې مرسته وکړي.

امریکا وايي چې هرکال د افغان ځواکونو سمبالښت او تمویل درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د ناټو دغه ناسته د شیکاګو د راتلونکې سرمشریزې لپاره یو ډول چمتووالی دی.

په پام کې ده چې د راتلونکې مۍ په وروستیو کې د افغانستان په تړاو په شیکاګو کې غونډه وشي.

د شیکاګو غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د مالي مرستې د اعلان یوه بهانه ده.

د تېرې سه شنبې پر ورځ استرالیا له افغانستانه له ټاکل شوي مهال وېش نژدې یو کال مخکې، د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

د ناټو نورو غړو، لکه کاناډا، هالنډ او فرانسې لا له وړاندې له افغانستانه خپل جنګي پوځيان ایستلي دي.

افغانان 'تر عهدې وتلی شي'

د افغانستان ملي اردو شمېر به تر راتلونکو څو میاشتو پورې نژدې ۳۵۰۰۰۰ سرتېرو ته ورسېږي.

ددغو ځواکونو د روزنې او لوجستیکي ملاتړ تر ډېره د امریکا پر غاړه دی.

د امریکا متحده ایالتونه هوډ لري چې په راتلونکو څو کالو کې د افغان ځواکونو شمېر تر ۲۳۰۰۰۰ پورې راټيټ شي، چې په دې سره افغانستان کې د ننه امنيتي اندېښنې په ډېرېدا دي.

د بي بي سي خبریال وايي کرولاین وایټ وايي، دا چې د طالبانو په وروستیو بریدونو ډېره ولسي مرګ ژوبله وانه وښته، ددې څرګندويي کوي چې افغان ځواکونه د بریدونو تر عهدې وتلی شي.

ورته مطالب