ناټو وايي د استرالیا له وخت مخکې وتل د جګړه ییز پلان یوه برخه ده

راسموسن د انځور حقوق Getty
Image caption د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ته د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن وویل، چې له افغانستان څخه د استرالیايي ځواکونو له وخت وړاندې وتل د جګړې د پلان یوه برخه ده.

نوموړي وویل، د استرالیايي ځواکونو ژر وتل به نور هېوادونه ونه هڅوي، چې له وخت وړاندې له افغانستانه ووځي.

عمومي منشي د وزیرانو غونډې پیل کې وویل، چې ناټو ځواکونه به په تدریجي ډول له مهال وېش سره سم، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لېږد بشپړ کړي:

"دا زموږ د تګلارې یوه برخه ده چې په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته امنیتي مسؤولیت وسپارو. لکه څنګه چې د مهال وېش له مخې افغانستان ته راغلي یو، هماغسې به د ټاکل شوي مهال وېش پربنسټ وځو."

د ناټو د وزیرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د تمویل د څرنګوالي پر موضوع بحث کېږي.

د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد په تېره سه شنبه (اپریل ۱۷) له مهال وېش یو کال مخکې له افغانستان څخه په ۲۰۱۳ کې د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.

هغې په تېرو ۱۸ میاشتو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو کړنې وستایلې.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه ټول بهرني جنګېدونکي پوځيان ووځي.

استرالیا د افغانستان په ارزوګان ولایت کې ۱۵۵۰ سرتېري لري، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په دغه هېواد کې ۳۲ پوځيان وژل شوي دي.

ګیلارد وویل، هڅه به وکړي، چې پوځيان یې ډېر ژر له افغانستانه ووځي.

د ناټو د وزیرانو دې غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او دفاع وزیر لیون پنېټا هم ورغلي وو، چې د راتلونکې مۍ پر ۲۰ او ۲۱ د شیکاګو د سرمشریزې لپاره د خپلو نړیوالو ملګرو ملاتړ ورجلب کړي.

ورته مطالب