افغان اقتصاد د مخابراتي ډگر له امله غوړيدلى

Image caption حکومت ته د دغه بنسټ وړانديز دا دی چې بايد د انټرنټي شبکو او د انټرنټي جرايمو د مخنيوي لپاره پياوړي ګامونه پورته کړي.

د رسنيو د يوه نړيوال بنسټ تازه راپور وايي د افغانستان د مخابراتي ډګر پراختيا د دغه هېواد له اقتصادي غوړېدا سره لويه مرسته کړې ده.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له سلو زرو زيات کسان کار کوي.

په مخابراتي ډګر کې له يو ميليارد ډالره زياته پانګونه شوې او اټکل دا دی چې تر ۲۰۱۲ کال پورې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ عوايد په کال کې نژدې دوه سوه ميليونه ډالرو ته ورسېږي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور د سيمې د هېوادونو په پرتله په ډېره چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

د انټرنيوز په نوم د رسنیو يوه نړيوال بنسټ په خپل يوه تحقيقاتي راپور کې په افغانستان کې له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغانستان مخابراتي سکتور غوړېدو ته کتنه کړې ده.

د انټرنيوز د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سلاکار او د دغه راپور چمتو کوونکی جاوېد همدرد وايي د دوی موندنې ښيي چې په مخابراتي ډګر کې پراختيا د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر کاري فرصتونه رامنځته شوي او دم ګړۍ له ۱۰۰۰۰۰ زيات کسان پر دندو بوخت دي.

د ورکړل شويو رسمي شمېرو پر بنسټ د افغانستان شاوخوا ۸۵ سلنه وګړي تر مخابراتي پوښښ لاندې دي او ۶۵ سلنه وګړي يې مبايل او انټرنټ ته لاس رسی لري.

په راپور کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وړاندې ننګونو ته هم اشاره شوې چې مهمې يې ناامني او د برېښنا نشتوالی ښوول شوی دی.

حکومت ته د دغه بنسټ وړانديز دا دی چې بايد د انټرنټي شبکو او د انټرنټي جرايمو د مخنيوي لپاره پياوړي ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب