امريکا له پاکستانه وغوښتل چې د اورپکو مخه ونيسي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امريکا سفير هغه ګنګوسې رد کړلې چې ګواکې وسله وال مخالفين پياوړي شوي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت له پاکستان نه يو ځل بيا وغوښتل د هغو وسله والو د له منځه وړلو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي چې افغانستان او امريکا ته امنيتي ستونزې جوړوي.

سفارت وايي د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو ډلې د پاکستان په ميرانشا کې مرکزونه او پټنځايونه لري چې دا د سيمې، افغانستان، پخپله د پاکستان او امريکا لپاره لوی ګواښ دی.

له هغه څلور ورځې وروسته چې په پلازمېنه کابل او دريو نورو ولايتونو کې وسله والو همغږي بريدونه وکړل، په کابل کې امريکايي چارواکو له پاکستان نه وغوښتل چې د دغو بريدګرو پټن ځايونه له منځه يوسي.

د امريکا سفير ريان کراکر که څه هم په زغرده په کابل، لوګر، ننګرهار او پکتيا کې د يکشنبې (د اپريل ۱۵) بريدونو تر شا د کومې ډلې نوم وانه خيست، خو د حقاني شبکې لاس لرل يې هم رد نه کړل.

ده په ښکاره وويل چې اورپکي د پاکستان په ميرانشا کې مرکزونه او پټنځايونه لري او پاکستان بايد په ګډه دې ته وهڅوو چې د اورپکو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي:

" زه فکر کوم موږ دې ته اړتيا لرو چې په ګډه له دې حالته د وتلو لارې چارې ولټوو. دا پوښتنه اوس پاکستان ته وړاندې کېږي چې دا ستونزه هواره کړي. په خپله پاکستان بايد د دې پر وړاندې اړين ګامونه پورته کړي، او دغه ګواښونه چې نه يوازې افغانستان او امريکا ته متوجه ده، بلکې په خپله پاکستان هم ګواښي."

خو سفير ريان کراکر وويل د دې مانا دا نه ده چې دوی غواړي له پاکستان سره په تقابل کې شي، بلکې پاکستان بايد په خپله دغه ګواښونه له منځه يوسي.

له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو ښاغلي کراکر وويل چې افغان حکومت او امريکا بايد د جګړې ترڅنګ د پخلاينې ور هم پرانستی پرېږدي، او دا هغه تجربه ده چې په عراق کې بريالۍ شوې ده.

د امريکا سفير وويل دوی د افغان حکومت د سولې او پخلاينې د بهير ننګه کوي او پخپله له هېڅ يوې وسله والې مخالفې ډلې سره مخامخ خبرې نه کوي.

ده په ټوله کې له وسله والو مخالفينو سره خبرې رد نه کړې، خو وې ويل هغوی چې د یکشنبې (د اپريل ۱۵) ورځې په څېر له بريدونو مخ نه اړوي، ښايي له هغوی سره خبرې ونه شي.

د امريکا سفير هغه ګنګوسې هم رد کړلې چې ګواکې وسله وال مخالفين پياوړي شوي دي.

ده وويل په کابل او ولايتونو کې له وسله والو سره د افغان ځواکونو وروستۍ مقابلې وښووله چې مخالفين خپل هدف ته له رسېدو وړاندې مات شول.

له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې له تېرو څو کلونو راهيسې روانې دي، خو تر اوسه يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

ورته مطالب