هلمند کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption وسلوال طالبان بیا ادعا کوي چې دغه چورلکه یې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې راغورځولې.

د متحدو ايالاتو د ځواکونو يوه چورلکه د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې لويدلې چې په کې سپارۀ څلور سره عسکر يې وژلي دي.

دا پېښه د پنجشنبه په ماخوستن ( د اپريل ١٩) د هلمند په گرمسير ولسوالۍ کې وشوه.

دګرمسیر ولسوال محمد فهیم ګوربتې وایی چی د همدې ولسوالۍ په لکړې سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر یوه ګډه پوسته باندی ځانمرګې برید شوى و.

د ولسوال په وينا په دغه پیښه کې د یادې پوستې د قومندان په ګډون څلور افغان پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان شوی دي.

ښاغلى گوربتي وایی روغتون ته د ټپیانو د لیږد لپاره د ایساف ځواکونو یوه چورلکه سیمه ته له رارسیدو سره سمه دهوا د خرابوالي له کبله نسکور شوه .

دهغه په خبره لومړني معلومات ښي چې په دغه پیښه کې دامریکا د سمندري ځواکونو څلور سرتیري وژل شوي دي .

د هلمند د افغان ځواکونو د همږغۍ د مرکز مرستیال محمد اسماعیل هوتک وایی چې داسې نښې نښانې نشته چی ګواکې چورلکه دې د وسلوالو طالبانو له خوا غورځول شوې وي.

تیره ورځ ایساف ځواکونو هم ویلې وه چې یوه چورلکه یې د افغانستان په سویل کې رانسکور شوې ولې د سر د زیان په اړه یې څه نه وه ویلي.

وسلوال طالبان بیا ادعا کوي چې دغه چورلکه یې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې راغورځولې.

يوۀ امريکايي چارواکي وويل دوى د غليم د بريد امکان نه ردوي خو ډير داسې ښکاري چې د بدې هوا له امله به دغه چورلکه لويدلې وي.

ورته مطالب