ولسي جرګې د ۱۳۹۱ کال بودیجه تصویب کړه

ولسي جرګه د انځور حقوق BBCPahsto.com
Image caption جرګه وال وايي داسې څوارلس وزارتونه دوى په نښه کړي چې له څلوېښت سلنې يې کمه بودیجه لګولې او بايد ولسي استازو ته ځواب ووايي.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۱ کال لپاره وړاندیز شوې بودیجه ایله په درېیم ځل تصویب کړه.

د جرګې غړو د بودیجې د رد دلیل ناانډولي، زیربنايي پروژو ته نه پام کول او همدارنګه د ولسي جرګې غوښتنو ته جدي پام نه کول په ګوته کړي دي.

خو د جرګې هغه غړي چې د بودیجې د تصویب پلویان وو، ویل چې د بودیجې په رد کې سیاسي چلند شوی دی.

له اوږده بحث وروسته بالاخره د ولسي جرګې غړو د شنبې پر ورځ (اپریل ۲۱) د ۹۱ کال د مالي بودیجې لپاره زرغون کارتونه وکارول.

په تېرو دواړو ځلو ولسي جرګې له مالیې وزارت په بودیجه کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه کوله.

که څه هم ددویم ځل لپاره مالیې وزارت د بودیجې طرحه له ځینو تعدیلاتو سره جرګې ته وړاندې کړه، خو جرګه والو ویل جې دا بدلونونه د اصلي بودیجې له طرحې جلا جرګې اته استول شوي دي.

وکیلانو پر مالیې وزارت نیوکه کوله، چې ګني په وړاندیز شوې بودیجه کې بېخ بنايي (زېربنايي) پروژو ته سم پام نه دی شوی.

جرګه والو دا هم ویل چې په بودیجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره خورا ډېره بودیجه په پام کې نیول شوې، خو ځینو چارو ته بیا هومره ځانګړې شوې، چې هېڅ کفایت نه ورته کوي.

د ولسي جرګې غړو ویل، چې د ولایتونو لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې توازن یا انډول نشته، او په وینا یې د روغتیا، ښوونې او روزنې په څېر اړینو برخو ته کافي بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

د ولسي جرګې غړو له دې کبله هم پر مالیې وزارت نیوکه وکړه، چې ګني د امنیتي چارو لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۱ کال لپاره ټول ټال ۴،۸ میلیارد ډالر بودیجه ځانګړې کړې ده، چې له دې ټولګې یې ۲،۷ میلیارده عادي او نوره پراختیايي بودیجه ده.

خو مخکې د مالیې وزارت ویلي وو، چې د لویو سړکونو د جوړولو او د برېښنا په څېر د لویو پروژو لپاره ټولو ولایتونو ته یوشان بودیجه په پام کې نیول امکان نه لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته بودیجه

د افغانستان د ولسي جرګې غړو پر دې هم نیوکه کوله، چې په بودیجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ټول ټال بودجې شاوخوا ۱.۶ سلنه پیسې ځانګړې شوې، چې په دې کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ ساتنه هم شامله ده.

خو د افغانستان حکومت بیا د ولسمشر په ګډون د جګپوړو چاروکو سمه ساتنه په خپلو لومړیتوبونو کې ګڼي، نو ځکه هم مالیې وزارت هومره ډېره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.

هر کال د پراختیايي بودیجې پر سر د حکومت او پارلمان ترمنځ له ډېرو ناندریو وروسته منل کېږي.

جرګه وال وايي داسې څوارلس وزارتونه دوى په نښه کړي چې له څلوېښت سلنې يې کمه بودیجه لګولې او بايد ولسي استازو ته ځواب ووايي.

ورته مطالب