"د کابل اداره وايي د یوه لوی برید پلان یې شنډ کړ"

Image caption ملي امنیت ادعا کړې چې په نیول شوو کې درې کسان "پاکستانیان" او دوه یې افغانان دي.

د افغانستان امنیتي سرچینو ویلي، چې کابل کې یې د یوه لوی برید د ترسره کولو په تور پنځه اورپکي نيولي دي.

ملي امنیت وايي، چې له دغو تورنو سره یې لس ټنه چاوېدونکي توکي هم نیولي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه لوی برید پلان درلود.

د ملي امنیت د مطبوعاتي څانګې یوه مسؤول شفیق الله طاهري خبریالانو ته وویل: ''دغه چاوېدونکي توکي د پېښور له رینګ روډ څخه په یوه بار وړونکي ګاډي کې ځای پرځای شوي او افغانستان ته راوړل شوي وو.''

د ملي امنیت ادارې همدا راز ویلي، چې امنیتي سرتېرو یې له لسو ټنو چاودېدونکو توکو یوه ډله لارۍ له یوې پنځه کسیزې ډلې سره یوځای نیولې ده.

دغه اداره زیاتوي، چې چاودېدونکي توکي د کچالیو له بوجیو لاندې ځای پرځای کړای شوي وو:

"که چېرې دغه چاودېدونکي توکي چاودلي وای، د ګڼو خلکو ژوند به یې اخیستی وای."

ملي امنیت ادعا کړې چې په نیول شوو کې درې کسان "پاکستانیان" او دوه یې افغانان دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملي امنیت وايي چاودېدونکي توکي له کچالیو لاندې ځای پرځای شوي.

تېره اوونۍ د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د هم مهاله بریدونو په پایله کې لږترلږه ۵۱ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

چارواکو د تېرې اوونۍ د بریدونو پړه هم پاکستان کې د حقاني شبکې پر غړو واچوله.

خو افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو ویاند ومنله، چې دا بریدونه د دوی ملګرو کړي دي.

له بریدونو وروسته امریکا له پاکستانه د حقاني شبکې پرضد د عملیاتو د سختولو غوښتنه وکړه.

خو پاکستان تل دا رد کړې چې ګني په خاوره کې یې دې د حقاني شبکه فعاله وي.

ورته مطالب