بلخ: زندانیان په ساري ناروغۍ اخته شوي

Image caption زندانیان وايي دځای دنشتوالي له امله دغه ناروغي خپره شوې ده ده.

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې لسګونه زندانیان له څو ورځو راهیسې په یوې ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

د بلخ زندان مسولینو ویلي دغه کسان دسکابیس پوستکي دخارښت په ناروغۍ اخته دي.

زندانیان وایي په ناروغۍ د اخته کیدو ترڅنګ د ځای دنشتوالي له جدی ستونزو سره مخ دي.

دغه ناروغي دزندانیانو دزیاتې ګڼه ګوڼې او روغتیا ته د نه پاملرنې له امله رامنځ ته شوې ده، دا مهال په بلخ ولایت کې شاوخوا ۹۰۰ تنه د زندان دتمبو شاته پراته دي.

په دوی کې ۷۰ تنه میرمنې دي چې ځینو سره یې تر ۷ کلنو کم عمره کوچنیان هم اوسیږي.

زندانیان وايي دځای دنشتوالي له امله دغه ناروغي خپره شوې ده ده.

دوی وايي دزده کړې، ښوونې روزنې، سپورت او کار له حقونو بې برخې دي.

Image caption د بلخ د زندان مدیر برید جنرال عبدالله عزیزي وايي چې دغه ناروغي یې ترکنټرول لاندې راوستې.

د بلخ د زندان مدیر برید جنرال عبدالله عزیزي وايي چې دغه ناروغي یې ترکنټرول لاندې راوستې.

خو ډاکتران بیا وایي چې په زندان کې ستونزو ته په پام سره د دغې ناروغۍ مخنيوی ګران دی.

د دغه بنديانو د روغتیايي برخې یو مسول مهرالدین وایي ناروغي یو ډول سپږې دي چې په سترګو نه لیدل کیږي. دانسان د پوستکي په حساسو برخو کې ننوځي، هګۍ کوي چې بیرته د پوستکي مخ ته راوځي او سر تر پښو بدن نیسي.

ښاغلی مهرالدین وایي دلته د دغې ناروغۍ د درملنې دتطبیق زمینه نه ده مساعده.

نوموړی وايي اړتیا ده چې د دې ناروغانو ټول بدن باید په یو ډول درملو غوړ شي او له هرو اتو ساعتونو وروسته په تودو اوبو ولامبي او دناروغې ضد کيریمونه استعمال کړي.

دغه رنګه ډاکتران واېي چې په دې خطرناکې ناروغۍ د اخته کسانو جامې باید لمر ته هوارې او شا او مخ نه اوتو شي او دا هغه شرایط دي چې د بلخ زندان يې دا مهال نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ناروغي ساري بلل کیږي که جدي پاملرنه ورته ونه شي ښايي نور کسان هم پرې اخته شي.

ورته مطالب