بلوچستان: وکيلان خوندي نه دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په بلوچستان کې په تیرو درو کلونو کې د ۵۰ نه زیات هندوان د تاوان لپاره تښتول شوي دي.

د بلوچستان قانون پوھانو ويلي چې ایالتي حکومت د خلکو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.

دوی وايي په کوټه کې هره ورځ خلک اوقانون پوھان د تاوان لپاره تښتول کیږي.

دوی د یو قانون پوه پرتښتونه سر له دوشنبې(د اپريل ۲۳) څخه په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د بلوچستان د قانون پوھانو بېلا بېلو ډلو د دوشنبې (د اپريل ۲۳) د ورځې راهیسې په اعتصاب لاس پورې کړی دی او ويلي يې دي چې دوی به د اپریل تر۲۸ نیټې د قاضیانو په مخ د احتجاج په توگه نه واړندې کیږي.

دوی دا احتجاج درې ورځې وړاندې د یوهندو قانون پوه مکیش کوهلي د تښتونې په ضد پيل کړی دی.

په دې ترڅ کې قانون پوھانو په کوټه کې یو احتجاجي لاریون شروع کړی او د ښار د بېلا بېلو برخوڅخه د تیریدو ورسته یې پر منان چوک مظاهره هم وکړه اود حکومت پر ضد یې شعارونه هم ورکول.

همدا رنګه د بلوچستان د سترې محکمې د قانون پوھانو د اتحادیې مشر ملک ظهور شاهواني وویل چې په بلوچستان کې په تیرو درو کلونو کې د ۵۰ نه زیات هندوان د تاوان لپاره تښتول شوي دي خوتراوسه حکومت یوکس هم نه دی راخوشې کړی.

د قانون پوه مکیش په اړه دقانون پوھان د اتحادیې یو بل مشر داود کاسي وايي چې تراوسه اته قانون پوھان تښتول شوي دي چې ټولو د تاوان د ورکولو وروسته را پريښودل شوي دي.

د یادونې وړه ده چې څو اوونۍ وړاندې د بلوچستان د کورنيوچارو وزیر میر ظفرزهری وويلي وو چې د تاوان لپاره د خلکو په تښتونه کې د ځينو وزیرانو لاس دی او که حکومت اجازه ورکړي نو د دغه تورنو وزیرانو پر ضد به گامونه پورته کړي.

خو تراوسه د حکومت له خوا په دغو پېښو تورن یو کس هم نه دی نیول شوی

ورته مطالب