د احمد امید خپلواک د وژنې نور جزییات په ډاګه شول

ارواښاد خپلواک د انځور حقوق
Image caption بي بي سي او د اميد خپلواک کورنيو دواړه په دې تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه چې بلاخره ناټو ومنله چې احمد اميد خپلواک د دغې ټلوالې د يوۀ سرتېري په ډزو وژل شوى دى.

د افغانستان د څېړونکو د شبکې په نامه د يوۀ بنسټ له لوري په نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په تېر جولاى کې د اروزگان په ولايت کې د طالبانو ځانمرگو بريدونو ته د ځواب ويلو پر مهال بهرنيو ځواکونو له تکتيکي صبر او زغم نه کار نه دى اخيستى او د سيمه ييز راديو تلويزيون د ودانۍ د بېرته رانيولو لپاره يې چې طالب بريدگر په کې ځاى پر ځاى شوي وو، بېړه کړې ده.

د رپوټ يوې چمتو کوونکې کېت کلارک له بي بي سي سره په خبرو کې وويل که چېرې د دغې ودانۍ په نيولو کې بيړه نه وه شوې نو احمد اميد خپلواک به نن ښايي ژوندى واى:

"داسې بريښي چې د کنډک قومندان چې لوړپوړى چارواکى دى وړاندې له دې چې مالومه کړي چې د راديو تلويزيون په ودانۍ کې د ننه کوم ولسي وگړى ايسار پاتې دى او کنه، له بريدگرو نه يې د ودانۍ د پاکولو پرېکړه کړې وه.

دا ودانۍ د افغانستان د ملي راديو تلويزيون سيمه ييز دفتر وو نو دا شونتيا وه چې ژورناليستان دې په کې ايسار پاتې وي ځکه چې هغوى هلته کار کاوه او رښتيا هم اميد هلته بند پاتې و.

کله چې ځانمرگو بريدگرو ځانونه والوځول اميد، خپلواک لا ژوندى و، خو کله چې امريکايي ځواکونه ودانۍ ته ورننوتل په ناسمه يې پر هغۀ د ځانمرگي بريدگر خيال وکړ.

د زغم او صبر نه شتون او دا نه مالومېدل چې هلته ولسي وگړي شته او که نه، وضعیت پسې لا نور خطرناک کړ او پايله يې د څو امريکايانو ټپي کېدل او د احمد اميد خپلواک وژنه راووته."

ناسم معلومات

کېت کلارک ادعا کوي چې نړيوالو ځواکونو له پېښې وروسته ناسم مالومات خپاره کړل او وې ويل چې په اروزگان کې د طالب بريدگرو ځپلو لپاره د راديو تلويزيون پر ودانۍ د ترسره شوو عملياتو مشري افغان ځواکونو کوله.

خو آغلې کلارک وايي افغان ځواکونه يوازې د والي د دفتر په دفاع کې ښکېل وو او د سيمه ييز راديو تلويزيون په ودانۍ کې پوځي عمليات د امريکايي ځواکونو له لوري پر مخ بېول کېدل.

آغلې کلارک زياتوي له دغه بريد سره په چلند کې امريکايي ځواکونو د زغم تکتيک چې ايساف يې په پلي کېدو ډېر ټينگار کوي له پامه غورځولى وو:

"تکتيکي زغم يا صبر هغه اصل دى چې ايساف يې پر پلي کېدا ډېر ټينگار کوي. دا په دې مانا ده چې ان که عمليات د اورپکو په وړاندې هم روان وي خو که ډېر بېړني نه وي نو سرتېري بايد صبر وکړي او پر دې غور وکړي چې د دښمن پر وړاندې د پرمختگ تر ټولو ښه لاره کومه يوه ده چې ولسي وگړي ونه وژل شي او بې ځايه مالي زيان وانه وړي. هو که له ځانه د دفاع خبره وي نو بيا سرتېري اړ دي چې جگړه وکړي.

خو دلته پوځي پلټنو وښووله چې په دې پېښه کې د تکتيکي زغم اصل له پامه غورځول شوى و. که مسؤول قومندان دا ځانته مالومه کړې واى چې ولسي وگړي په ودانۍ کې گېر دي، نو هېڅکله به يې له توپ لرونکو چورلکو نه پر ودانۍ د بريد غوښتنه نه وه کړې."

د احمد اميد خپلواک له وژنې وروسته چارواکو ادعا وکړه چې هغه د طالبانو په ځانمرگو برېدونو کې وژل شوى خو د ښاغلي خپلواک کورنۍ دا ادعا رد کړه او وې ويل نوموړى د ناټو سرتېرو په ډزو کې وژل شوى.

بي بي سي او د اميد خپلواک کورنۍ دواړو په دې تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه چې بالاخره ناټو ومنله چې احمد اميد خپلواک د دغې ټلوالې د يوۀ سرتېري په ډزو وژل شوى دى.

ورته مطالب