د افغانستان او ايران تر منځ د بنديانو تبادلې قانون اعلان شو

د انځور حقوق rahana
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بنديانو د لېږ تړون سر له اوسه د پلي کېدو وړ ګرځېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له ایران څخه د هغو افغان بندیانو، چې افغانستان کې د خپل بند د پاتې مودې تېرولو لپاره لېوالتیا لري، مرستي ته چمتو دی.

د ایران حکومت د سې شنبې په ورځ، د اپريل پر ٢٤ مه په رسمي توګه له افغانستان سره د محکومو کسانو د لېږد تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه تړون سر له اوسه د پلي کېدو وړ ګرځېدلی دی.

په ایران کې ګڼ افغانان په اعدام محکوم شوي او افغان چارواکي وايي هڅه کوي چې په اعدام د محکومو شوو افغانان سزا په بند بدله کړي.

ددغه تړون له مخې، که چېرې د ایران او افغانتسان کوم یو وګړی د بل هېواد په محکمه کې په بند محکوم شوی وي، دا امکان شته چې محکوم شوی کس د خپل بند پاتې موده پخپل هېواد کې تېره کړي.

تېره ورځ د ایران دولتي رسنیو وویلی و چې ولسمشر محمود احمدي نژاد د افغانستان او ایران ترمنځ په بند د محکومو شوو کسانو تړون لاسلیک کړ او هغه یې د پلی کېدو وړ وګرځاوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، ددواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو لېږدول د محکوم شوي کس پر غوښتنې، قانوني وکیل او یا خپلوانو پورې تړلی دی.

ښاغلی موسی زی زياتوي چې هڅه کوي د همدغې موافقې په پربنسټ په ایران کې افغان زندان خپل هیواد ته راستانه کړي.

د حکومتي چارواکو ترڅنګ دغې پرېکړې ته هغه کورنۍ، چې په ایراني زندانونو کې یې خپل خپلوان بندیان دي، هم خوښ برېښي.

پروانه نورزۍ، چې مېړه او ورور یې په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور بندیان دي، وايي د ایران او افغان حکومتونو دغې پرېکړه هیله منه کړې، چې یوه ورځ به یې خپل میړه او ورور په افغانستان کې ویني.

دغې پریکړې پر بنسټ زنداني او یا د هغه وکیل کولای شي یو او بل هېواد ته د لېږد غوښتنه وکړي، خو کوربه هېواد دا واک لري، چې د بندي د انتقال په اړه د هغه د لېږد غوښتنه رد او یا یې ومني.

ورته مطالب