پر افغان ملايانو غږ شوى چې ملي گټو ته پام وکړي

جومات
Image caption د حج او اوقافو د وزارت له هيلې وروسته په ځينو جوماتونو کې د جمعې په لمانځه کې د تبليغ بڼه بدله وه

افغان حکومت د جوماتونو له ملایانو غوښتي چې د ملي ګټو پرضد او د نورو هېوادونو په ګټه له تبلیغه ډډه وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي که د جوماتونو ملایان دغه ټکي ته پام ونه کړي له خپلې دندې به يې ګوښه کړي او امنیتي ادارو ته به یې وروپېژني.

د جوماتونو یوشمېر ملایان وايي دا د دوی حق دی چې خلک او حکومت ته د نېکو کارونو لارښوونه وکړي او له فساد، بډو او هغو کارونو څخه یې منع کړي، چې د حکومت او خلکو په زیان دي.

په ورته وخت کې دوی په دې نظر دي چې له جوماته د سیاسي موخو لپاره کار وانه خیستل شي.

د حج او اوقافو وزارت له خبرداري وروسته چې ملایان يې د ملي ګټو په ضد له تبلیغ نه منع کړي ديداسې ښکاري چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د جوماتونو ملایانو دغه خبره جدي نیولې ده.

د جمعې په لمانځه کې په کابل، خوست، بلخ او جلال اباد په یوشمېر جوماتونو کې د وعظ موضوع تر ډېره دیني مسالې وې.

خو یوشمېر ملایانو بیا پر سیاسي مسایلو هم خبرې کولې.

په کابل کې یوشمېر ملایان وايي هېڅوک باید د جومات له منبر نه سیاسي ګټه پورته نه کړي دوی پر دې باور دي علما حق لري چې هم دولت او هم خلک له بدو کارونو منع کړي.

په کابل کې د یوه جومات ملا عبدالباري حمیدي د دولت د دغې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي، منبر د خبرو ځای دی.

ښاغلي حميدي همداراز وویل ځینې وخت د خطبې موضوع د حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل کیږي خو ډېر وخت يې دوی په خپله ټاکي چې په کومه موضوع خبرې وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي د ملي ګټو په ضد هېڅ دول تبلیغ د منلو وړ نه دی.

د دغه وزارت مرستیال داعيي الحق عابد بي بي سي ته وویل که ملایان د دولت دغې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړي نو له دندې به يي ګوښه او امنیتي ادارو ته به وروپېژندل شي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د جوماتونو ترڅنګ ديني مدرسو ته هم پاملرنه ډېره کړې ده او له جوماتونو او مذهبي ځایونو د اورپکو د ګټې اخیستلو په اړه اندېښنه لري او دا وېره لري چې دغه ځایونه د حکومت پر ضد ونه کارول شي.

ورته مطالب