نړیوال بانک هرکال افغانستان ته ۱۵۰ میلیون ډالر وړیا مرسته ورکوي

نړیوال بانک
Image caption نړيوال بانک د هغو لويو بنسټونو په کتار کې دی چې له افغانستان سره تر نورو ډېرې مرستې کوي.

نړيوال بانک چې له افغانستان سره د لويو مرستندويانو په کتار کې راځي وايي له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نړيوال بانک د نوې ستراتيژۍ له مخې به دغه بانک په راتلونکو دريو کلونو کې، هر کال افغانستان ته ۱۵۰ ميليونه ډالره وړيا مرسته ورکوي.

نړيوال بانک وايي د راتلونکو دريو کلونو لپاره يې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام کړنلاره په نوې ستراتيژۍ کې ځای پر ځای کړې ده.

عبدالرووف ضيا چې په کابل کې د نړيوال بانک وياند دی بي بي سي ته وويل، ټاکل شوې دغه پيسې د ښې حکومتولی او ادارې جوړلو، هرې سيمې ته د برابرو خدمتونو د رسولو او د کاري فرصتونو د موندلو په برخو کې ولګېږي.

نړيوال بانک وايي کورنۍ منابع، اقتصادي وده او د کاري فرصتونو برابرول د نړيوالې ټولنې د هغو مرستو ښه بديل ګرځېدای شي چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به کمې شي.

د نړيوال بانک د نوې ستراتيژۍ په ځينو برخو کې له ۲۰۱۴ کال وروسته چې امنيتي مسووليتونه به په کې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي ننګونو او اندېښنو ته هم اشاره شوې ده.

وياند عبدالرووف ضيا وايي د نړيوال بانک موندنې ښيي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان اقتصادي وده چې اوس نهه سلنه ده، پنځه یا شپږ سلنې ته راولوېږي.

نړيوال بانک دغه راز وايي د لېږد بهير او اوسنۍ ناکراري ښايي ښځو او نجونو ته په راتلونکې کې يو لړ ګواښونه جوړ کړي، خو زیاتوي د بانک په نوې ستراتيژۍ کې د جندر موضوع ته ډېر پام شوی دی.

د بانک مسؤولين وايي په دغه ستراتيژۍ کې يې د حکومت، مدني ټولنې، خصوصي سکتور او نړيوالې ټولنې سلا مشورې ځای کړي دي.

نړيوال بانک د هغو لويو بنسټونو په کتار کې دی چې له افغانستان سره تر نورو ډېرې مرستې کوي.

دغه بنسټ له ۲۰۰۱ کال راهيسې له افغانستان سره شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته کړې چې ۹۰ سلنه يې وړيا ده.

ورته مطالب