کندهار کې بندیانو د 'ناوړه چلند' پرضد د نه خوړو اعتصاب کړی

د کندهار زندان
Image caption د سرپوزې زندان دوه ځلې طالبانو مات کړی دی.

د کندهار په سرپوزې زندان کې یو شمېر سیاسي بندیانو له تېرې شنبې ورځې راهیسې (اپریل ۲۸) د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د راپورونو له مخې، د کندهار د لوی محبس په سیاسي بلاک کې شاوخوا ۲۰۰ بندیان دي، چېلویه برخه یې وسله وال طالبان دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي، دغو سیاسي بندیانو د چارواکو د هغه ګام پرضد د نه خوړو اعتصاب کړی، چې غواړي ځینې بندیان کابل ته ولېږدوي.

خو ځینو بندیانو رسنیو ته ویلي چې د اعتصاب لامل یې په محبس کې له دوی سره د زندان د چارواکو ناسم او سپک چلند دی.

تردې وړاندې د کندهار د لوی محبس زندانیانو په وار وار له رسنیو سره د خپلو دوسیو د نه څېړلو په اړه شکایت کړی و.

په کندهار کې د بشر د حقونو د سيمه یيز دفتر چارواکو هم تردې مخکې ویلی و چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د مسلکي کسانو نشتوالی، د اداري تشکيل کموالى او اداري فساد ددې لامل شوي، چې د ملت او دولت ترمنځ د واټن او بې باورۍ کچه لوړه کړي.

د سرپوزې په نوم ياد زندان، چې په سوېل کې تر ټولو لوى هغه دى، تر دې وړاندې دوه ځله وسله والو طالبانو مات کړى، چې په ترڅ کې يې سلګونه سياسي او جنايي زندانيان تښتېدلي دي.

په تښتېدلو بندیانو کې یوشمېر جګپوړي طالب قومندانان هم وو.

ورته مطالب