افغانستان د بهرنیو کارګرو د کار قانون بدلوي

د انځور حقوق .
Image caption د حکومتي شميرو له مخې افغانستان نهه ميلیونه د کار وړ کارگر لري، چې شپږ ميلیونه يې په کار بوخت دي.

د کارگر له نړيوالې ورځې سره همهاله افغان حکومت وايي چې په دغه هيواد کې د بهرنيو کارگرو په تړاو د کار په قانون کې بدلونونه راولي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې وسمهال په دغه هيواد کې تر سلو زرو ډير بهرني کارگر په ناقانونه توگه کار کوي،خو بله غاړه درې ميلونه داسې افغانان بې روزگاره گرځي چې د کار وړتيا لري.

چارواکي وايي په قانون کې تر بدلون وروسته به يوازې هغو بهرنيو کارگرو ته د کار اجازه ورکول چې،افغان کارگر يې وړتيا نه لري.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو کارگرو د نا قانونه شتون په اړه د افغان حکومت بيلابيلو بنسټونو راز راز غبرگونونه ښوولې دي.

دغو چارواکو ويلي چې بهرني او په ځانگړي ډول د يو شمير گاونډيو هيوادونو کارگر په داسې توگه افغانستان کې کار کوي چې نه يې د کار جواز اخستى،او نه هم افغان حکومت ته ماليه ورکوي،خو ددغو کارگرو د شمير په اړه څه نه وو ويل شوي اوس د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې ددغو کارگرو شمير تر سلو زرو اوړي.

د ياد شوي وزارت د کار د برخې مرستيال وزير زبير الرين کرامي بي بي سي ته وويل چې اوس د بهرنيو کارگرو د کار په تړاو ددغه هيواد د کار په قانون کې بدلونونه راولي، چې له مخه به په دغه هيواد کې يوازې هغو بهرنيو کارگرو ته د کار اجازه ورکول کيږي چې بې سارې وړتياوې ولري.

چارواکي وايي داسې مهال په افغانستان کې تر سلو زرو ډير ناقانونه کارگر په کار بوخت دي،چې درې ميلونه کار وړ افغان کارگر بې روزگاره گرځي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې ددغو کارگرو لپاره د کارموندنې هڅې له څو تيرو کلونو راهيسې روانې دي چې د حرفوي او مسلکي کارونو د زده کړو بنسټونه رامنځ ته کول يې يوه بيلگه ده،ښاغلي کرامي وويل چې د څو تيرو کلونو په

ترڅ کې يې له دې لارې نوي زره بې روزگارو افغان کارگرو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د حکومتي شميرو له مخې افغانستان نهه ميلیونه د کار وړ کارگر لري، چې شپږ ميلیونه يې په کار بوخت دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي چې دغو گارگرو ته په کور دننه او بهر کې د کارموندنې لپاره د تگلارو په جوړولو هم بوخت دي.

چارواکي هيله من دي چې په راروانو کلونو کې به په افغانستان کې کارگرو ته د کار ډيرې زمينې برابرې شي خو دا انگيرنه هم نه ردوي چې ښايي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او د مرستو تر کمېدو وروسته د بې روزگارۍ کچه په اپوټه توگه مخ پورته لاړه شي.

ورته مطالب