غور کې دوه شکمن ایرانیان نیول شوي

غور د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د غور د والي ویاند وايي، د پولیسو له خوا د دغو دوو تنو دوسیه له لومړنیو څېړنو وروسته د لاډېرو څېړنو په موخه ملي امنیت ته سپارل شوې ده.

د افغانستان په غور ولایت کې چارواکي وايي چې دوه ایراني وګړي یې نیولي دي.

نیول شوي شکمن ښودل شوي، چې د چغچران ښار په یوه هوټل کې ملي امنیت نیولي دي.

د غور د والي ویاند وايي، له دغو کسانو څخه جعلي اسناد او یو کمپيوټر هم ترلاسه شوي دي.

په تېرو وروستیو کلونو کې د افغانستان په نارامیو کې د ایران رول او په دولتي ادارو کې د هغه هېواد نفوذ په افغانستان کې د بحث وړ موضوع وه، خو افغان لوړپوړي چارواکي او همداراز ایران تل دغه ډول رپوټونه رد کړي دي.

دغه دوه تنه، چې سیمه ييز چارواکي يي ایرانیان بولي، څرګنده د جاسوسی په تور نیول شوي دي.

سیمه ييز چارواکي وايي، په سیمه کې د پولیسو څېړنې ښيي، چې دوی د ایران تبعه دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطيبي بي بي سي ته وویل، چې دغه دوه تنه په یوه هوټل کې نیول شوي دي.

چارواکي همداراز وايي، له دغو دوو تنو سره افغاني جعلي اسناد هم نیول شوي او د دوی په واک کې دي.

دا چې دغه دوه تنه د چا په لارښوونې افغانستان ته راغلي، چارواکو ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي.

د غور د والي ویاند وايي، د پولیسو له خوا د دغو دوو تنو دوسیه له لومړنیو څېړنو وروسته د لاډېرو څېړنو په موخه ملي امنیت ته سپارل شوې ده.

چارواکي وايي، چې سربېره پرځینو اسنادو له دوی سره یو کمپيوټر هم نیول شوي دي.

د افغانستان په ناآراميو کې د ایران رول او په دولتي ادارو کې د هغه هېواد د اغېز پیدا کولو هڅې په دغو وروستیو کلونو کې د بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده.

خو افغان لوړ پوړو چارواکو او همداراز ایران دا ډول رپوټونه تل رد کړي دي.

ورته مطالب