محمدي وايي طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدی

محمدي د انځور حقوق AP
Image caption د کورنیو چارو وزیر دا څرګندوې داسې مهال کړې، چې طالبانو د هوا په تودېدو د خپلو بریدونو د ډېرولو ګواښ کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټولو ولایتونو امنیه قومندانان کابل ورغوښتي، چې د امنيتي لېږد د درېیم پړاو لپاره چمتووالی ونیسي.

د کورنیو چارو افغان وزیر بسم الله محمدي کابل کې له رابلل شوو امنیه قومندانانو د لېږد بهیر ته د پوره چمتووالي نیولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمدي وویل، د افغانستان پولیسو د امنیتي چارو لېږد ته اوږه ورکړې ده، او په څرګنده یې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې په جګړه کې به بریالي نه شي.

له نړیوالو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د لېږد لومړی او دویم پړاو د هېواد په شاوخوا پنځوسو سیمو کې ترسره شوی دی.

که څه هم د لېږد د درېیم پړاو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې او کومې سیمې به په کې شاملې وي، خو چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د چمتووالي په حال کې دي.

د کورنیو چارو وزیر د قومندانانو دوه ورځنۍ غونډې ته د پولیسو په لیکو ستونزې ومنلې، خو وویل چې هومره وړتیا لري چې د خلکو امنیت ونیولی شي.

بسم الله محمدي د حکومت له وسله والو مخالفانو له جګړې د لاس اخیستو او سولې ته د راتلو غوښتنه وکړه او وویل چې هېڅکله به په جګړه کې بریالي نه شي:

هیله

''طالبانو او هغو کسانو ته چې جګړه یې انتخاب کړې ده، زموږ پیغام دا دی چې ستاسې دا هیله به پوره نه شي او دا د حل لار هم نه ده.''

نوموړي دا څرګندوې داسې مهال کړې، چې طالبانو د هوا په تودېدو د خپلو بریدونو د ډېرولو ګواښ کړی دی.

په پام کې ده چې له نړیوالو ځواکونو افغان هغو ته د ټول هېواد امنیتي مسؤولیت د ۲۰۱۴ کال ترپایه بشپړ شي.

که څه هم افغان چارواکو ویلي چې نړیوالو ملګرو یې له ۲۰۱۴ وروسته هم د افغان ځواکونو د تمویل او سمبالښت ژمنه کړې ده، خو ویل کېږي چې د شیکاګو په راتلونکې سرمشریزه کې به پر دې مسایلو ډېر بحث وشي.

ورته مطالب