ملا تورجان: د طالبانو د نظامي شورا مرستيال او ملګري يې وژل شوي

ملا تور جان د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ملا تور جان وايي طالبان سوله غواړي، خو له هېواد بهر استخباراتي کړۍ یې نه پرېږدي.

په كندهار كې د سولې له بهیر پروسې سره يو ځاى شوى طالب قومندان ملا تور جان چې اوس د كندهار د علماوو د شورا مشري ور د غاړې ده، وايي د طالبانو د نظامي شورا مرستيال مولوي اسمعیل او ملګري يې وژل شوي دي.

ملا تور جان دا څرګندونې پر داسې مهال کوې چې وړاندې تردې وسله والو طالبانو په کوټه کې د طالبانو د نظامي شورا د مرستيال مولوي اسماعيل او د هغه د پنځه ويشتو ملګرو وژل رد كړي وو.

خو له دولت سره یوځای شوی طالب قومندان ملا تورجان وایي چې طالبان سوله غواړي، خو دا چې له هېواده بهر ځینې استخباراتي كړۍ يې نه پرېږدي.

د ملا تور جان څرګندونې

د کندهار د علماو د شورا نوي مشر ملا تورجان د سه شنبې په ورځ (مۍ ۱) د ديني عالمانو په يوه غونډه كې وويل: '' په دې اړه معلومات لرو چې د طالبانو د نظامي شورا مرستيال ملاتورجان او ملګري يې يوه اوونۍ مخكي نيول شوي او بنديان وو، چې په دې وروستيو كې وژل شوي دي.''

د كندهار د ديني عالمانو شورا دا پېښه غندلې ده او د دې كسانو په وژنه كې يې د ګاوڼډیو هېوادونو استخباراتي كړۍ ښكېلې وبللې.

پرون يوې حکومتي سرچينې ادعا کړې وه، چې د پاکستان استخباراتو د طالبانو د نظامي شورا مرستيال مولوي اسمعيل او د هغه ٢٥ ملګري وروسته له هغه وژلي، چې ګني د افغانستان له حکومت او امريکا سره يې د سولې پټې خبرې پيل کړې وې.

د طالبانو رد

خو وسله والو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دا ډول خبرونو خپرول د طالبانو د مخالفينو د تبلیغاتو يوه برخه ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې مولوي محمد اسماعيل ژوندی او روغ رمټ دى.

ورته مطالب