له کابل د اوباما تر وتلو وروسته چاودنه او ډزې وشوې

د برید ځای د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو ویلي چې د برید موخه یې د کابل ښار په ختيځ کې د ناټو ځواکونو یوه اډه وه.

د افغانستان له پلازمېنې کابل د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له وتلو وروسته وسله والو لومړی ځانمرګی برید وکړ او بیا یې د بهرنیانو د اوسېدو پرځای ډزې او بریدونه وکړل.

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي ویلي:

''نن سهار شپږ بجې او پنځلس دقیقې یو ځانمرګي برید کوونکي د ګرین ویلج کمپ مخامخ چاودنه رامنځ ته کړه. چې له امله په یو سراچه ډوله موټر کې زموږ درې تنه هېواد وال شهیدان شوي، د ښوونځي یو زده کوونکی او یو تن ساتونکی هم وژل شوي دي او خپله بریدګر هم له موټر سره یې له منځه تللی دی.''

وسله والو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د کابل ښار په ختيځ کې چوولی او بیا یې ډزې کړې دی.

د کابل- جلال اباد پر لاره د کابل په ختيځ دغه سیمه کې ګڼ بهرني کسان او ان دپلوماتان اوسېږي.

کابل کې د بي بي سي خبریال کونټین سمروېل وايي، دا بریدونه او چاودنې د چهارشنبې پر ګهيځ شپږ بجې پیل شول، او لومړی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د ودانۍ ترڅنګ درول شوی او چوول شوی دی.

بیا برید کوونکو یو ځانمرګی برید کوونکی ودانۍ ته دننه کړی او هلته یې مورچل نیولی دی.

د افغان امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځ له شاوخو څلور ساعته نښتې وروسته د برید کوونکو په ځان الوځولو برید پای ته رسېدلی دی.

'د اوباما د سفر په اړه غبرګون '

وسله والو طالبانو د کابل د چهارشنبې د بریدونو پړه منلې ده، او په یوه خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي چې دا بریدونه یې کابل ته د بارک اوباما د سفر په غبرګون کې کړي دي.

د طالبانو د ویاند په خبره، د عملیاتو موخه د بهرنیو ځواکونو اډه وه، خو د ناټو یوې سرچینې ویلي چې ددوی پر اډه د برید کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته مطالب