لویې څارنوالۍ د اختلاس په تور۱۳تنه نیولي

ځنځیر د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي د نیول شویو کسانو دوسیه به تر دوو اوونیو محکمې ته واستول شي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د غلا په تور د دیارلسو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

په نیول شویو کې درې تنه یې د مالیې وزرات کارکوونکي دي چې یوه مېرمن هم په کې شامله ده.

د افغانستان د مالیې وزارت د لویې څارنوالۍ له خوا د خپلو یو شمېر کارکوونکو نیول کېدل تاییدوي خو زیاتوي چې دغه کسان دوی خپله څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په یوه نوي ګام کې د شنبې په ورځ دیارلس تنه دولتي کارکوونکي د غلا په تور نیولي دي.

په نیول شویو کې د ریس او مدیر په کچه کسان هم شامل دي.

د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې له اداري فساد سره د مبارزې مشر جنرال ابوبکر ددې کسانو نیول له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام بولي، ښاغلی ابوبکر وايي:

''د مالیې وزارت جګپوړي کارکوونکي او د ثبات د ادارې یوولس کسان مو نیولي دي، دوه مو مخکې نیولي وو چې ټول دیارلس کسان دي، دوی مو د ۲۵ میلیون افغانیو د اختلاس په تور نیولي. دوسیې یې بشپړې شوې، یوه په کې ښځه ده، او محکمې ته یې دوسیې استوو.''

د افغانستان د مالیې وزرات ددغو کسانو نیول تاییدوي او وايي چې دا د جعل کارۍ موضوع ده چې شاوخوا یو کال وړاندې د مالیې وزرات لویې څارنوالۍ ته استولې وه.

د مالیې وزرات ویاند وحید توحیدي یې په اړه وايي:

''یو – یونیم کال مخکې یوه حواله وه، چې یو ځل اجرا شوې او ددویم ځل لپاره دوی غوښتل چې کاپي یې جوړه او جعل کاران یې وباسي، د ډېرو پلټنو لپاره دا موضوع رسمي شوه او لویې څارنوالۍ ته واستول شوه.''

د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي د نیول شویو کسانو دوسیه به تر دوو اوونیو محکمې ته واستول شي.

خو د مالیې وزرات چارواکي وايي که نیول شوي کسان د محکمې له خوا تورن ونه پېژندل شي نو کولای شي بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

ورته مطالب