افغان خطاط د قرآن کریم شپږ نسخې په لاس لیکلې دي

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption له پنځه ویشتو کلونو خطاطي وروسته ښاغلی حلیم وایي داسې فکر کوي چې تازه یې کار په دې هنري ډګر کې پيل کړی.

په کابل کې هغې هنرمندې کورنۍ چې ټول غړي یې د خطاطۍ او میناتورۍ په هنر کې لاسته راوړنې، د قرآن عظیم الشان شپږ نسخې په لاس لیکلې دي.

له دغو خطي نسخو څخه یې یوه د سعودي مخکني پاچا او بله یې د کویت پاچا ته ډالۍ شوې دي.

سعودي عربستان د دغې کورنۍ د هنري آثارو تود هرکلی او ستاینه کړې او له دوی یې پخپل هېواد کې د اوسېدو غوښتنه هم کړې، خو دا کورنۍ وایي چې په خپل هېواد کې پاتې کېدو ته ترجیح ورکوي.

زموږ همکار سید انور په کابل کې د دغه هنرمند کور ته ورغلی او د دوی د فعالیتونو په اړه یې رپوټ چمتو کړی دی.

محمد مسعود حلیم وردګ د ښکلي قلم څښتن دی چې لیدونکی یې په هنري ژانرونو نه مړېږي.

که څه هم د ده لوړې زده کړې او اصلي مسلک له خطاطۍ او میناتورۍ سره ډېر توپیر لري، خو د خطاطۍ له هنر سره د ده مینه ده ته دومره وړتیا ورپه برخه کړې چې د خطاطۍ په څو مختلفو سبکونو کې یې کافي مهارت ترلاسه کړی دی.

ښاغلي وردګ په دې ډګر کې په لسګونو داسې آثار کښلي چې د میناتورۍ په نړۍ کې د تیموري پېر د هنر ښکلا او ځلا په کې ترسترګو کېږي، خو تر ټولو ښایسته اثر یې په قلم د قرآن کریم لیکل شوې نسخه ده.

ښاغلی حلیم هغه لومړنی افغان خطاط دی چې د ده په قلم د قرآن کریم یوه لیکل شوې نسخه د سعودي پخواني پاچا ته ډالۍ شوې ده:

د پاچا ډالۍ

''دا شپږم قرآن کریم دی چې ما لیکلی دی، زما په قلم یو لیکل شوی قرآن کریم د سعودي مخکني پاچا ملک فهد بن عبدالعزیز ته ډالۍ شو، چې زه یې هلته رسماً ورغوښتی وم، او بله نسخه مې افغان ولسمشر ته ورکړی، او درېیم مې د ولسمشر په مټ د کویت پاچا شیخ جابر الاحمد الصباح ته ډالۍ شوې دی.''

ده ته د سعودي د شاهي کورنۍ له خوا بلنه ورکړل شوې وه چې له خپلی کورنۍ سره یوځای په نوموړي هېواد کې ژوند وکړي، خو دی وایي چې ژوند په خپل هېواد کې او د خپلو خلکو ترڅنګ خوند ورکوي.

تاسو به ډېر لږ اورېدلي وي چې د یوې کورنۍ ټول غړي دې هنرمندان وي، د ښاغلي حلیم کورنۍ یوه له همدې ډول کورنیو څخه ده.

د ده په کور کې هرې خوا ته چې ګورﺉ د هنري آثارو ځلا تر سترګو کېږي.

د قرآن کریم لیکل شوي مبارک آیاتونه خاصه ښکلا لري او د فارسي ژبې د نامتو شاعرانو لکه بیدل او حافظ او برسېره پر دې د پښتو ژبې د لویو شاعرانو شعرونه تاسو ته هرکلی وایي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلی حلیم وايي د سعودي پخواني او د کویت اوسني پاچا ته د قرآن کریم دوه نسخې ډالۍ کړې دي.

په ظریفه میناتورۍ هنر تزیین شوې قلمدانۍ کې اېښودل شوی نۍ قلمونه په مکروریانو کې هغې ودانۍ ته ښکلا ورکوي چې له بهره پیکه او زړه ترسترګو کېږي.

ښاغلی حلیم وایي دا هنري مهارت ده د اوږدو شپو او ورځو د تمرین په نتیجه کې ترلاسه کړی.

له پنځه ویشتو کلونو خطاطي وروسته ښاغلی حلیم وایي داسې فکر کوي چې تازه یې کار په دې هنري ډګر کې پيل کړی.

د دی ټکې په پام کې نیولو سره چې د ده بچیانو هم له دې هنر سره انس پیدا کړی، ویلای شو چې د دې هنر عمر به په دغې کورنۍ کې ډېر دوام ومومي.

ورته مطالب