د پاکستان پولې ته څېرمه چاودنې پنځه افغان پولیس وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د هوا په ګرمېدو سره وسله والو طالبانو ګواښ کړی، چې خپل بریدونه به زیاتوي.

د افغانستان ختيځ ولایت په سرحدي سیمه سیمه کې د ماین چاودنې لږترلږه پنځه افغان پولیس وژلي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چاودنه د پاکستان پولې ته څېرمه په در بابا سیمه کې شوې ده.

د چارواکو په وینا، د چاودنې قربانیان د پاکستان سرحد ته نژدې د یوې سرحدي پوښتې پولیس دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي بي بي سي ته وویل، چاودنه د شنبې په ورځ (مۍ پنځمه/ ثور، غوايي ۱۶) په در بابا سیمه کې شوې ده.

ښاغلی عبدالزی زیاتوي پېښه د سړک غاړې پر ماین د پولیسو د یوه ګاډي د ختلو له کبله رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

په ختيځ کې د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې دا ماین له لیرې کنټرولېدونکی و او چوول شوی دی.

د افغانستان ختيځ له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د پولې دواړو قبایلي سیمو کې اورپکي فعالیت لري.

د هوا په ګرمېدو سره وسله والو طالبانو ګواښ کړی، چې خپل بریدونه به زیاتوي.

ورته مطالب