بلجیم له افغانستان سره د همکاریو تړون لاسلیکوي

دیدیر ریندرز د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بجلیم دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو کندهار ته له سفر وروسته له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به یې هېواد له افغانستان سره مرستې ته دوام ورکړي.

دیدیر ریندرز دا څرګندونې د بلجیم له دفاع وزیر پیټر دي کریم سره افغانستان ته د ګډ سفر پرمهال کړې دي.

ښاغلي ریندرز ویلي، هېواد یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ددغه هېواد له پوځ او همدارنګه په اقتصادي برخه کې مرستو اوږدولو ته لېواله دی.

هغه ټینګار کړی چې هېواد یې له افغان حکومت سره د ستراتیژيکې همکارۍ د تړون لاسلیکولو نیت لري.

د بجلیم دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو کندهار ته له سفر وروسته له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.

دغه بلجیمي چارواکي د جمعې پر ورځ افغانستان ته تللي دي.

ښاغلي ریندرز له خپل افغان سیال زلمي رسول سره یوې خبري غونډې ته وویل:

"موږ له ۲۰۱۴ کال وروسته د نن په شان له افغان ځواکونو سره د مرستې او روزنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ یو. زما په باور د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زموږ همکاري مهمه ده، په تېره بیا د امنیت په ټینګښت، او همدارنګه د پولیسو او ملي اردو د وړتیاوو په لوړاوي کې باید همکاري وکړو."

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې هېواد یې د امریکا، برتانیا او ځینو نورو اروپايي هېوادونو په څېر له افغانستان سره د ستراتیژيکو همکارۍ د لاسلیکولو لپاره چمتووالی نیسي.

بلجیم افغانستان کې شاوخوا ۵۵۰ پوځيان لري، چې ډېر یې په سوېلي ولایت کندهار، کندوز او کابل کې مېشت دي.

د چارواکو په وینا، د دغو پوځیانو به ډېره برخه د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستان کې پاتې شي.

د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان ته د بلجیم د کلنیو صادراتو کچه دیرش میلیون ډالرو ته رسېږي، او برعکس د افغانستان صادرات بلجیم ته د کال شاوخوا دوه میلیون ډالر اټکل شوي دي.

ورته مطالب