د ارګ د پاليسۍ مشر وژل کېدل څېړل کېږي

صبغت الله سنجر
Image caption په پېښه کې صبغت الله سنجر، لور او موټر چلوونکی يي مړه شوي.

د کابل امنیتي چارواکي وايي، په ترافيکي پېښه کې د ولسمشرۍ د دفتر د پالیسۍ د مشر صبغت الله سنجر د وژل کېدو په اړه يي څېړنې پیل کړي.

د دوی په وینا د ملي اردو هغه موټر چلوونکی يي هم نیولی، چې موټر يي د صبغت الله سنجرله موټر سره ټکر کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالیسۍ او د یوه سیاسي ګوند مشر صبغت الله سنجر پرون مازدیګر (د مۍ ۵) د هوايي ډګر پر سړک په یوه ترافيکي پېښه کې ومړ.

په دې پېښه کې صبغت الله سنجر، لور او موټر چلوونکی يي مړه شوي او مېرمن يې د دوی له یو بل ماشوم سره ټپیان دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند حامد علمي له پېښې وروسته بي بي سي ته د ښاغلي سنجر مړه کېدل تاييد کړل.

ښاغلي علمي د دغې پېښې په اړه ډېر جزیيات وړاندې نه کړل، خو د کابل د امنیې قوماندان ایوب سالنګي وايي، د دغې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د نوموړي په ویناد ملي اردو هغه موټر چلوونکی هم نیولی، چې د ښاغلي سنجر له موټر سره يي ټکر کړی دی.

"ترافيکې پېښه وه. د ملي اردو له موټر سره يي ټکر کړی دی. هغه ډرایور هم د پولیسو له خوا نیول شوی. د ترورولو څه خبره خو يي موږ نه ده موندلې، خو حتمي دا پېښه څېړل کیږي، ځکه دا موضوع ترافیکو پورې اړه لري، چې دغه پېښه له مسلکي پلوه وڅېړي."

ښاغلي سنجر شا وخوا پنځه کاله د ولسمشرۍ د ماڼۍ د پالیسۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ده د دولتي دندې ترڅنګ د جمهوري غوښتنکي ګوند په نوم د یوه سیاسي ګوند مشري هم کوله.

ورته مطالب