د عراق له پولې سره د بندو افغانانو د مرستې هڅه پيل شوې

Image caption د دغو افغان زيارت کونکو شمير ٣٠٠٠ کسانو ته رسيږي.

دغه افغان زيارت کونکي د عراق د سپيڅلو ځايونو د ليدلو لپاره له خپل هپواده روان شوي وو،خو له څو ورڅو راهيسې د هغه څه له کبله د سوريې او عراق پر گډه پوله بند پاتې دي چې عراقي چارواکي يې فني ستونزې بولي.

په عراق کې د افغانستان د سفارت هڅې د افغان زيارت کونکو لپاره مرستندويي ونه گرځيدې،اوس افغان چارواکي هڅه کوي چې دا ستونزه له نورو لارو هواره کړي.

ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکي کې يو افغان پلاوى په همدې موخه عراق ته وليږي.

د بهرنيو چارو،حج او اوقافو او کډوالو چارو وزارتونو استازي او د ولسمشر د دويم مرستيال استازى د دغه پلاوى د جوړښت برخې ښوول شوې دي.

عراق بيا ويلي دي چې د پلاوي د هرکلي او خبرو لپاره وخت ته اړتيا لري نو ښايي د پلاوي تر تلو پورې څو نورې ورځې هم تيرې شي

د افغانستان د ولسمشر د دويمې مرستيالۍ د دفتر مشر عباس بصير وايي چې پلاوى به د افغان زيارت کونکو له لارې خنډونه پورته کړي.

د دغو افغان زيارت کونکو شمير ٣٠٠٠ کسانو ته رسيږي چې د سيلاني شرکتونو په مټ کربلا،معلا،نجف اود عراق د نورو سپڅلو ځايونو ليدلو ته له افغانستانه روان شوي وو.

چارواکي وايي د هغه څه له کبله چې عراقي چارواکي يې فني ستونزې بولي دغه افغان زيارت کوونکي له څو ورځو راهيسې د عراق – سوريې پر پوله بند پاتې دي.

د سيلانيايانو او گرځندويانو شرکتونه د افغان زيارت کونکو حالت ناوړه په گوته کوي او وايي که ستونزه هواره نه شي حالت به يې نور هم پسې بد شي.

ورته مطالب