سرپل کې سېلابونو د ۲۱ کسانو ژوند اخیستی

سېلاب د انځور حقوق AP
Image caption سږ کال سېلابونو د ګڼو افغانانو ژوند واخیست او ډېره کرنیزه ځمکه یې خرابه کړه.

د افغانستان په سرپل ولایت کې سېلابونو لږترلږه ۲۱ کسان مړه کړي او تر ۸۰ ډېر نور بې درکه دي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین بي بي سي ته وویل، دغه سېلابونه د یکشنبې له مازدیګر راهیسې سنچارک ولسوالۍ کې پیل شوي، چې د دوشنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.

نوموړی وايي، د سېلابونو له کبله زرګونه څاروي مړه شوي او ډېره کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.

د سرپل چارواکو دا هم ویلي سېلاب پر یوه داسې کور راغلی، چې د واده مراسمو لپاره خلک ورغلي وو، چې په وینا یې سېلاب ټول مېلمانه او کوربه وال وړي دي.

چارواکي وايي هلته حکومتي چارواکي د تلفاتو د ارزونې او مرستې لپاره تللي، خو لاهم د تلفاتو دقیقه شمېره نه شته او کېدای شي تلفات ډېر شي.

د سرپل والي وویل چې له تېرې ورځې راهیسې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې پنځه ځلې سېلابونه راغلي دي.

ښاغلی حقبین وايي چې د سېلاب له کبله له ګوسفندې ولسوالۍ سره د سنچارک ولسوالۍ لاره تړل شوې ده.

دی وايي چې ددغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم سېلابونو زیان اړولی دی.

د چارواکو په وینا، د سرپل په ګوسفنده ولسوالۍ کې هم سېلاب لږترلږه ۷۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي، خو ځاني تلفات نه لري.

تېره میاشت هم د سرپل په ګډون په ځینو شمالي ولایتونو کې سېلابونو لږترلږه د ۲۴ افغانانو ژوند اخیستی و او سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې وه.

ورته مطالب