ولسي جرګې د ایراني سفیر خبرې ښکاره 'لاسوهنه' وبلله

ابراهیمي
Image caption د ولسي جرګې ګڼو غړو د ایراني سفیر د څرګندونو په غبرګون کې تندې خبرې وکړې.

د افغانستان ولسي جرگې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير خپلې راتلونکې غونډې ته راوباله چې په کابل کې د ايراني سفير د څرگندونو په تړاو ولسي استازو ته سپيناوى وکړي.

تېره اوونۍ په کابل کې ايراني سفير د ملي شورا له استازو غوښتنه کړې وه چې د کابل او واشنگتن ترمنځ د اوږدمهاله اړيکو پر سر دې شوى تړون نه تصويبوي او د ده په وينا چې د دغه تړون په لاسليکېدو سره دغلته سوله نه شي ټينگېدلى.

د جرگې مشرتابه د دې تر څنگ چې د ايران د سفير دغه وړ څرگندونې د خپل هېواد په چارو کې لاسوهنه بولي، د افغانستان له بهرنيو چارو له وزارته هم غواړي چې د ديپلوماتيکو هلو ځلو پر مټ دې افغانستان ته د دغه شان بهرنيو سياسي استازو د ورتگ مخه ونيسي.

څه څه هم په کابل کې ايران سفير دغه څرگندونې د افغانستان د مشرانو جرگې له ریيس سره يادې کړې وې، خو په ولسي جرگه کې يې هم د ولسي استازو سخت غبرگونونه راوپارول گڼو استازو نه يوازې دا چې دغه شان څرگندونې بې مسؤوليته او پخپلو کورنيو چارو کې يې بربنډه لاسوهنه بلله.

له حکومتي چارواکو يې غوښتنه دا وه چې نور دې په دغه شان مسایلو کې چوپه خوله نه پاتې کېږي او د د دغه شان سياسي استازو د برخليک په اړه دې پرېکړه وکړي.

که څه هم گڼ ولسي استازي په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو پر سر ډېر وغږېدل او ويل يې چې که د افغانستان د گاونډيو لاسوهنې نه واى، نو دغلته به د بهرنيو ځواکونو د مېشتېدا اړتيا هم نه وه، خو د جرگې مشر عبدالرؤف ابراهيمي خبره سره راغونډه کړه او د ولسي جرگې د نړيوالو اړيکو کميسيون ته يې دنده وسپارله چې د دغې موضوع د سپيناوي لپاره دې د بهرنيو چارو وزير راوغواړي او جرگه والو ته دې په دې برخه کې لازم ځوابونه ووايي:

''د ايران د سفير څرگندونې په کلکه توگه غندم، دا په افغانستان کې د ايراني لوري ښکاره لاسوهنه ده، هماغسې چې تاسو وويل نو اړوند کميسيون ته دنده سپارم چې د بهرنيو چارو وزير راوغواړي او هغه ته دې ووايي چې ايرانى سفير راوغواړي او له هغه نه سپيناوى وغواړي، تر هغې وروسته دې ټولو ولسي استازو ته په عمومي غونډه کې مالومات ورکړي.''

د افغان دولت او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړيکو تړون چې تېره اوونۍ په کابل کې لاسليک شو، د ځينو گاونډيو هېوادونو په تېره بيا د ايران اندېښنې يې ډېرې کړې دي.

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي په زغرده دا خبره ياده کړه چې د دغه تړون مواد به د افغانستان د هېڅ يو ګاونډي د گټو پر ضد نه وي، خو په ظاهره داسې برېښي چې دغو ډاډگيرنو د ايراني لورې اندېښنې نه دي لرې کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسي جرګې له بهرنیو چارو وزارت د ایراني سفیر ابوالفضل ظهره وند د احضارولو غوښتنه کړې ده.

افغانستان په تېرو لسو کالو کې هم له ايران او هم له امريکا سره ډيرې نژدې اړيکي پاللي، خو لا هم ايرانى لورى د کابل او واشنگټن تر منځ د اوږدمهاله اړيکو پر سر سخت خوابدى کړى، چې ښايي دغه څه د دواړو گاونډيو هېوادونو ترمنځ په شته راشه درشه سيورى وغوړوي.

د افغانستان د مشرانو جرگې گڼ سناتوران په کابل کې د ايران د سفير په وروستيو څرگندونو سخت غبرگون ښيي او د هغه دغه څرگندونې په افغانستان کې د بربنډې لاسوهنې بېلگه گڼي.

تېره اوونۍ ايراني سفير د مشرانو جرگې له ريس سره په تعارفي خبرو کې له هغه غوښتي و چې د افغانستان ملي شورا بايد له امريکا سره د دغه هېواد شوى تړون تصويب نه کړي چې د ايراني سفير په وينا د دغه تړون لاسليکېدل هم د افغانستان لپاره گټور نه پرېوځي او هم د سيمې د هېوادونو لپاره.

د مشرانو جرگې سناتور محمد داود اساس چې د دغو خبرو اترو پر مهال ناست و، له بي بي سي سره په مرکه کې د ايراني سفير د دغه دريځ غندنه وکړه او پر افغان حکومت يې هم تور پورې کړ چې گواکې د ده په وينا په حکومتي چارواکو کې داسې کسان کم نه دي چې د ايران د گټو د خونديتوب لپاره کار کوي.

ورته مطالب