کابل پر افغان امريکا تړون د ايران اندېښنې ځوابوي

Image caption د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ اوږدمهاله ستراتيژيک تړون د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا تيره اوونۍ لاسليک شو.

د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون د لاسليکيدو په اړه د ايران تر غبرگون وروسته افغان حکومت ويلي دي چې له نړۍ سره د خپلو ملي گټو د خونديتوب پر بنسټ اړيکې جوړوي.

ايران په وروستيو کې د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون تر لاسليکيدو وروسته انديښنه وښووله او ويي ويل چې دا تړون نه يوازې دا چې د افغانستان امنيتي حالت ته گټه نه رسوي بلکې نا امني به نوره هم ورسره ډيره شي.

خو افغان حکومت دا تړون دسولې، ټيکاو، پرمختيا،اقتصاد او ولسواکۍ لپاره گټور بللى دى.

د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون په لاسليکيدو لا اوونۍ هم نه ده اوښتې،چې ايران يې پر اړه منفي غبرگون په ډاگه کړ.

ايران ويلي دي چې په افغانستان کې د متحدو ايالتونو د اوږدمهالو پوځي اډو د جوړولو په برخه کې ابهام،او د امريکا د پوځي کړنو په ترڅ کې د روڼاوي نشتوالى د ايران د انديښنې محور دى.

ايران ويلي دي چې دا تړون به د افغانستان د نا امنۍ ستونزه غوڅه نه کړي بلکې نوره به يې هم چټکه کړي.

ايران دا هم ويلي دي چې د افغانستان د ستونزى هوارى يوازې له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو په بشپړې وتنې او د افغان ډلو د جوړجاړي په بهير سره شونى دى.

خو افغان حکومت د دغو څرگندونو په ردولو سره له نړۍ سره اړيکي جوړول خپل ملي حق بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موس زى وايي چې د نړۍ له هېوادونو سره د خپلو ملي گټو پر بنسټ اړيکي جوړوي،هغه ستراتيژيک تړون د سيمې د سولې او ټيکاو په گټه وبله.

د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ اوږدمهاله ستراتيژيک تړون د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د نوموړي او افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا تيره اوونۍ په کابل کې لاسليک شو.

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان ملي گټې،ملي واکمني او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ شتون د دغه تړون د لاسليکولو له موخو وه.

افغان چارواکو دا هم ويلي دي چې د افغانستان قوانينو ته درناوى،او دا چې د دغه هېواد خاوره به د هيڅ گاونډي پر وړاندې نه کاريږي د تړون د لاسليکيدو له ارزښتناکو شرطونو څخه وو.

په پام کې ده چې امريکا د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه خپل پوځيان له افغانستانه وباسي،خو د دغه تړون له مخه به د امريکا پوځي او نا پوځي اړيکې د لسو نورو کلونو لپاره هم ټينگې وي.

ورته مطالب