په کابل کې ترافیکي پېښې ډيرې شوي

Image caption چارواکي وایي همدا اوس په کابل کې د پوځي وسایطو پرته شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ موټر په پلازمینه کابل کې شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو څو کلونو کې د ترافیکي پېښو د تلفاتو کچه په پرله پسې توګه مخ په زیاتیدو ده .

د دغه وزارت ویاند کارگر نوراوغلي بي بي سي ته وویل چې په تیر لمریز کال کې لږترلږه ۶۰۰ تنه په ټول افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله وژل شوي او ۳۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وایي دا یوازې په رسميتوګه ثبت شوې شمیرې دي او په وینا یې ښایي په دقیقه توګه د تلفاتو کچه تر دې هم لوړه وی:

سره له دې چې دا تلفات د چارواکو په وینا ډيری د افغانستان د ولایتونو نښولونکي او لویو لارو کې خلکو ته اوښتي خو دا ډول پېښې د ښارونو په زړه کې هم د خلکو ژوند اخلي.

هغه څه چې د ډيرې اندیښنې وړ بلل کیږي هغه دا ده چې معمولا اړوندې څانګې د هماغې رامنځ ته شوي پېښې په اړه پلټنې کوي او د ورته پيښو د تکرار څخه د مخنوي په موخه د پېښې ژورو عواملو ته پام نه کیږي.

د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکي وایي سره له دې چې ډیری ځوانان په بې پروایۍ سره موټر چلوي خو وایي ترافیک هم خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي:

"شمیرې ښایي تر هغه چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي ډيرې وي ځکه کله کله چې داسې پېښې کیږي ټپيان یا شخصي روغتونونو ته لیږدول کیږي او یا د له لويه سره لیږدول کیږي نه".

چارواکي بیا ورته نیوکو ته په غبرګون کې وایي چې دوی هم تر خپلې وسې هلې ځلې کړي.

د کابل د ترافیکو د پيښو د چارو اداره وایي تیر کال په کابل کز د ترافیکي پېښو کچه د وړم کال په پر تله راټیټه شوې.

د کابل د ترافیکو مدیر اسدالله خان هم وایي چې د ستونزې د هوارولو په موخه باید یولړ نور عوامل هم له پامه ونه غورځول شي.

"د ترافیکي پېښو اصلي عوامل د سړکونو عوارض او خرابوالی ، د وسایطو تخنیکي ستونزې په ترافیکي قوانینو نه پوهیدل او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتیدل دي".

چارواکي وایي همدا اوس په کابل کې د پوځي وسایطو پرته شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ موټر په پلازمینه کابل کې شته.

دا هغه څه دي چې هر کال په دی ګڼ میشته ښار کې د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

دوه ورځې وړاندې هم (د شنبې ورځ د می ۵) د ولسمشرۍ د تګلارې جوړونې د څانګې مشر صبغت الله سنجر او د د ه لور په یوه ترافیکي پېښه کې په کابل کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

ورته مطالب