کرزي د بمباريو په حالت کې له امريکا سره تړون بې مانا وبالۀ

Image caption حامد کرزي د ناټو لوی قوماندان او د امریکا سفیر ته وویل چې افغانانو ملکي تلفات او پر کلیو بمبارۍ د منلو وړ نه دي.

افغان چارواکي وايي ولسمشر حامد کرزي د دوشنبه په ورځ ( د مۍ ٧) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر د یوې فوق العاده غونډې لپاره ارګ ته ور وغوښتل او د هغو ملکي تلفاتو په هکله یې ورته څرګندونې وکړې چې په څلورو ولایتونو کې پېښ شوي دي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي د دغو بمباریو له امله چې د ائتلاف د ځواکونو له خوا له شنبې راهیسې په لوګر، کاپیسا، هلمند او بادغیس ولایتونو کې تر سره شوي دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو بې ګناه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.

حامد کرزي د ناټو لوی قوماندان او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ته وویل چې افغانانو ملکي تلفات او پر کلیو بمبارۍ نه پخوا منلي وو او نه ورته اوس د منلو وړ دي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي د ملکي تلفاتو مسأله هر ځل د افغانستان او امریکا د اړیکو د تشنج باعث شوې ده.

چارواکي وايي ولسمشر کرزي امريکايي جنرال او سفير ته وويل چې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند په دې دلیل لاسلیک کړ چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د افغانانو ژوند مصؤون شي.

په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر په وينا ولسمشر کرزي سپين وويل چې که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکه همکاري خپله معنی او مفهوم له لاسه ورکوي.

د ناټو د عمومي قوماندان جنرال جان الن د ځواب په باب د ولسمشرۍ دفتر وايي چې شخصاً دی د دغو پېښو مسؤولیت په غاړه اخلي او له جدي پلټنو وروسته به ډېر ژر خپل راپور د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړي.

ورته مطالب