'ښځو ته د میراث په ورکړه کې مرسته راسره وکړﺉ'

حسن بانو غضنفر
Image caption د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر په وینا دوی به په پوره توان سره ددې بهیر ملاتړ وکړي:

افغان چارواکو د افغانستان له ټولو دیني علماوو، مخورو او ملا امامانو وغوښتل چې د ښځو د میراث ورکولو په برخه کې مرسته وکړي.

د چارواکو په وینا په افغانستان کې ښځو د حق نه ورکولو یو اصلي لامل د دوی له خپلو حقونو بې خبري او بل هم سیمه ایزه دودونه دي چې خلک ښځو ته حق ورکول شرم ګڼل کیږي.

په هغه کنفرانس کې چې ښځو ته د میراث حق او ځمکې مالکیت په نوم په کابل کې جوړ شوی وو تر ډېره پکې له دیني عالمانو، سپین ږیرو او لوستیو کسانو وغوښتل شول چې دغې مسالې ته خپل پام ډېر کړي.

د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر په وینا دوی به په پوره توان سره ددې بهیر ملاتړ وکړي:

''له ټولو محترمو علماوو، سیمه ایزو مخورو، پوهانو او ټولو هغو کسانو چې تر موږ یو ګام وړاندې دي هیله کوو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړي او بالاخره له خپلې ټولنې سره مرسته وکړي''.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ځینې وخت پر دودونو آن تر شرعي احامو هم ډېر ټینګار کیږي دغه راز یو شمېر کسان سیمه ایز دودونه او شرم بهانه کوي او ښځو ته د هغوی له شرعي حق ورکولو ډډه کوي، دغه راز دوی تور لګوي چې په اجراییوي او قضايي برخو کې اداري فساد هم په دې لار کې یو بل لوی خنډ بلل کیږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین په وینا په خپله د قانون ساتونکي ښځو ته دحقونو له ورکولو سرغړونه کوي او په دې لار کې خنډونه او ستونزې جوړوي:

''په خواشینۍ سره باید ووایو، هغه کسان چې نن ځانونه د قانون پلي کوونکي بولي یا هم اجراییه قوا په ځینو مواردو کې له دې څخه سرغړونه کوي.

دغه راز هغو کسانو ته چې موږ ډېر درناوی کوو او باور پرې لرو چې هغه زموږ د ټولنې علمأ او روحانیون دي، هغوی هم له دغې مسالې څخه ګام اړوي''.

د انځور حقوق AP
Image caption د اسلامي شریعت له مخې ښځینه هم د نارینه وو په شان د مور او پلار او نورو خپلوانو په مال کې د میراث څرګند حق لري.

د هلمند د ولایتي شورا غړې راضیه بلوچ وايي په ځینو سیمو کې خلک میراث یواځې د نارینه وو حق بولي، حال دا چې ښځې هم د شرعي قانون له مخې خپل ځانګړي حقونه لري چې باید ورکول شي او زیاتوي چې تر یوه حده د مشرانو او علماو نه پام هم ددې لامل شوی چې ښځې له خپل حقه محرومې پاتې شي:

''هوښیار او پوه خلک ښځو ته حق نه ورکوي نو له نورو به څه ګیله وکړو، په ځمکه او جایداد کې له حقه محرومې بلل کیږي، آن چې لور ته بیخي په سپکه سترګه ګوري''.

د اسلامي شریعت له مخې ښځینه هم د نارینه وو په شان د مور او پلار او نورو خپلوانو په مال کې د میراث څرګند حق لري او څوک چې ښځینه له حقه محروموي نو کړنې یې د اسلام له دین سره په ټکر دي.

دغه راز د افغانستان د اساسي قانون د دوه ویشتمې مادې له مخې د افغانستان د اوسیدونکو تر منځ هر راز تبعیض او امتیاز منع بلل شوی او ویل شوي چې افغان نارینه او ښځې د قانون په وړاندې مساوي حقونه لري.

خو بیا هم دودونه تر دې ټولو لوړ بلل کیږي او ډېری خلک ښځو ته د ځمکې، حق او میراث ورکول یو ستر شرم بولي.

ورته مطالب