پکتیکا کې برید د پوهنې ریاست پنځه کارکوونکي وژلي

پکتیکا
Image caption پکتیکا د هېواد په کچه د معارف له اړخه د وروسته پاتې سیمو په سر کې راځي.

د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت پکتيکا کې وسله والو ‎پر هغه کاروان بريد کړى چې د پوهنې ریيس او د دغه رياست نور کارکوونکي يې ارګون ښرنې ته لېږدول.

د سر روضې ولسوال خورشید امان پېښه تایید کړې ده او وايي چې لږترلږه پنځه کسان په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي چې دغه کسان د نظارت او کنټرول لپاره تللي وو، چې په سر روضه ولسوالۍ کې د وسله والو له کمین سره مخامخ شول.

ښاغلی امان وايي، چې وژل شوي ارګون ته انتقال شوي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پکتیکا د ملي اردو ددویمې لېوا ویاند ځواک هم پېښه تایید کړې ده.

د پېښې پړه چا نه ده منلې.

پکتیکا هغه سیمه ده چې معارف په کې تر ټولو ډېرې ستونزې لري، او د پوهنې له اړخه د هېواد په کچه د وروسته پاتې سیمو په سر کې راځي.

ورته مطالب