دوستم وايي د ناټو بېړني وتل د کورنۍ جګړې لامل ګرځي

دوستم د انځور حقوق Junbish.net
Image caption دوستم د خپل ګوند د غړو خبرې یوځل بیا تکرار کړې او د سیاسي نظام د بدلون په اړه وویل چې اوسنی ریاستي نظام باید پارلماني شي.

د افغانستان د حکومت د مخالفې ټلوالې ''ملي جبهې'' یوه غړي عبدالرشید دوستم، ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بیړني وتل به په دغه هېواد کې د ناامنیو او کورنیو جګړو د پیلېدو سبب وګرځي.

دوستم دا څرګندونې د افغانستان په شمال کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال کړې دي.

هغه ویلي چې:''زما له لوري ولسمشر اوباما ته ووایاست چې له افغانستانه ژر خپل سرتېري ونه باسي، که چېرې بیړه وکړي، طالبان به بیا کورنۍ جګړه پیل کړي، او بیا به د امریکا میلیاردونه لګول شوي ډالر او د هغوی زرګونه سرتېرو وژل کېدل هېڅ ګټه ونه لري.''

جنرال دوستم زیاته کړه: ''زموږ خلک اوس د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي. که چېرې همدا اوس د طالبانو مخنیوی ونه شي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یې مخه نیول تر هرڅه ګران شي.''

پر همدې مهال، دوستم له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړ، خو وویل که چېرې طالبان د افغانستان شرطونه ومني، اساسي قانون ته غاړه کښېږدي، نو دی یې له دولت سره د یوځای کېدا هرکلی کوي.

خو هغه وویل، که چېرې طالبان سولې ته حاضر نه شي، شاید د افغانستان خلک یې پروړاندې مقاومت پیل کړي:

"دوښمنان په سنګر کې راته ناست دي او دا فرصت ګوري چې څرنګه افغانستان یوځل بیا ناامنه کړي او نوې پر پښو ولاړه دیموکراسي له منځه یوسي.''

دوستم د خپل ګوند د غړو خبرې یوځل بیا تکرار کړې او د سیاسي نظام د بدلون په اړه وویل چې اوسنی ریاستي نظام باید پارلماني شي.

خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اوسني نظام د بدلون په اړه لا له وړاندې ویلي وو چې افغانستان د نړۍ د نظامونو د ازموینې ځای نه دی.

ورته مطالب