کندهار کې يو نيم ټن امونيم کلورايډ نيول شوي

امونيم نايتريت د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امونيم کلورايډ تر ډېره د بمونو او د نشه يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، له پاکستان سره پر پوله، سپين بولدک کې يې څه باندې يو نيم ټن امونیم کلورایډ کېمياوي توکي نيولي دي.

د کندهار د والي ویاند بي بي سي ته وویل، نیول شوي مواد تر ډېره د مخدره توکو او د سړک غاړي بمونو په جوړولو کې کارول کیږي.

احمدجاید فیصل وايي، په دې تور یې څوک تر اوسه نه دي نیولي،خو وايي امنیتي ځواکونه یې په اړه پلټنه کوي.

دا لومړی ځل نه دي، چې په دومره لویه کچه دغه ډول کیمیاوي مواد نیول کیږي، پخوا هم په ننګرها، کونړ او نورو ولایتو کې ورته مواد نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې وسله وال طالبان دغه ډول کیمیاوي مواد د سړک غاړي د بمونو په جوړولو کې کاروي خو د ساینسي چارو کارپوهان وايي، امونیم کلورایډ وروسته له هغې په چادویدونکو توکو کې کارول کیږي، چې لومړی په امونیم ناتیریت بدل شي.

نژدې دوه نیم کاله وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي له دې امله افغانستان ته د امونیم ناتیریت کېماوي سرې په واردولو بندیز ولګاو، چې د راپورونو له مخې د دولت وسله والو مخالفانو ترې په ترهګریزو بریدونو کې په پراخه کچه کار اخیست.

ورته مطالب