حزب اسلامي وايي نور له افغان دولت سره د سولې خبرې نه کوي

حکمتیار د انځور حقوق
Image caption د تېرې اپرېل په وروستیو کې د اسلامي ګوند یو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره تللی و.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند اعلان کړی چې نور له افغان دولت سره د خبرو نیت نه لري.

دغه ګوند ویلي چې دا ګام یې د افغان دولت او امریکا ترمنځ د ستراتیژيک تړون تر لاسلیکېدا وروسته اخیستی دی.

اسلامي ګوند په خپل یوه تازه غبرګون کې ویلي چې دغه تړون افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوږدمهاله پاتې کېدو لپاره یوه بهانه ده.

ګوند زیاتوي، چې همدا لامل شو چې نور 'اسلامي ګوند' له افغان دولت سره د خبرو هېڅ نیت 'نه' لري.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون کابل ته د اوباما د ناڅاپي سفر پرمهال د روانۍ مۍ پر لومړۍ (د غويي/ثور پر ۱۲) کابل کې لاسلیک شو.

خو دا تړون لاهم د افغانستان د ملي شورا موافقې ته اړتیا لري.

ناڅرګند تړون

د اسلامي ګوند یو جګپوړی غړی غیرت بهیر وايي چې په دې ستراتیژيک تړون کې لاهم ډېر څیزونه ناڅرګند پاتې دي.

نوموړی زیاتوي، پر دې باور دی چې "په دې تړون کې د افغانستان ملي حاکمیت مات شوی او امریکایان له افغانستانه د وتلو نیت نه لري."

هغه دارنګه ویلي چې د افغانستان له دولت سره یې د خبرو یو شرط هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په تړاو د اسلامي ګوند دا اندېښنې له وخت وړاندې خبره بللې ده.

دغې شورا د حکومت له مخالفو وسله والو سر د خبرو پر دوام ټینګار کړی، او د سولې په بهیر کې هېڅ ډول شرط د نه منلو بولي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي اسمعیل قاسمیار بي بي سي ته ویلي یوازې خبرې اترې کولای شي چې د اختلاف وړ ټول مسایل حل کړي.

د اسلامي ګوند غړو ویلي چې افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه له امریکايي سفیر رایان کراکر او امریکايي جنرال جان الن سره خبرې کړې، خو کومه څرګنده پایله او ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په داسې حال کې چې امریکا له وسله والو طالبانو سر د سولې پر مخامخ خبرو ټينګار کوي، خو له اسلامي ګوند سره د خبرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته مطالب