د سولې شورا مرستیال په کابل کې ووژل شو

ارسلا رحماني د انځور حقوق Reuters
Image caption ارسلا رحماني د مشرانو جرګې د 'اصلاح او عدالت د جرګه ګۍ' مشر و.

د افغانستان د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي ارسلا رحماني د یکشنبې په سهار له کوره پارلمان ته پرلاره نا پېژاندو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د دغې جرګه ګۍ غړي نثار حارس بي بي سي ته وویل چې پر ښاغلي رحماني له یوه ګاډي برید شوی دی.

ارسلا رحماني د مشرانو جرګې د 'اصلاح او عدالت جرګه ګۍ' مشر و.

د کابل امنیه قومندانۍ بي بي سي ته ویلي چې له یوه ګاډي پر ارسلا رحماني برید شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي رحماني له کوره پارلمان ته پر لاره و، چې برید پرې وشو.

خو هغه له ارسلا رحماني سره په دې برید کې د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

ارسلا رحماني د طالبانو د رژيم پرمهال د لوړو زده کړو وزارت مرستیال او تر هغه وړاندې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پرمهال د حج او ارشاد وزیر و.

مولوي ارسلا رحماني د 'حرکت انقلاب اسلامي افغانستان' غړی و، چې بیا وروسته ددغه ګوند له مشر مولوي نصرالله منصور جلا او بېل ګوند یې جوړ کړ.

تر اوسه هېچا د ارسلا رحماني د وژنې پړه نه ده منلې، طالبانو په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

د تېر ۲۰۱۱ د سپتمبر پر ۲۰مه، د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس، د مجاهدينو د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني په يوۀ ځانمرگي بريد کې ووژل شو.

د نوموړي له وژل کېدا وروسته، د هغه زوی صلاح الدین رباني د سولې عالي شورا رییس وټاکل شو.

په دې وروستیو کې د سولې د عالي شورا پر غړو بریدونه ډېر شوي، چې تر دې مخکې ددغې شورا یو بل غړی په کونړ وسله والو په ډزو وواژه.

پاکستان

پاکستان وايي د ارسلا رحماني وژنه په کلکو ټکو غندي.

ددغه هېواد حکومت ویلي، چې دواړه ګاونډي هېوادونه له ترهګرۍ کړېږي، او له له افغان حکومت، خلکو او د ارسلا رحماني له کورنۍ سره خپله غمشریکي اعلانوي.

یو ډز

پولیس وايي پر ارسلا رحماني په یوه سپین رنګه کرولا ډوله ګاډي کې سپاره برید کوونکي یو ډز کړی، چې مالومېږي، مرمۍ یې بې غږه وه.

د کابل پولیسو یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "د هغه (رحماني) چلوونکی په لومړي سر کې پر دې نه دی پوهېدلی چې ګني رحماني وژل شوی دی."

راپورونه وايي چې هغه مخکې هم د خپل ژوند په اړه له ګواښونو شکایت کړی، او دا پوښتنه راپورته کېږي، چې هغه ولې له ساتونکو پرته تګ راتګ کاوه.

ارسلا رحماني د طالبانو یو له هغو لومړیو جګپوړو غړو څخه و، چې د سولې له بهیر سره په لومړي سر کې یوځای شو او اوس شاید هغه مخکني طالب مشران هم د خپل امنیت په اړه اندېښمن شي، چې د سولې له بهیر او یا افغان حکومت سره یوځای شوي دي.

ښاغلي رحماني ته نژدې کسان وايي، چې هغه د سولې په بهیر او د سولې بهیر ته د وسله والو طالبانو د قومندانانو جذبولو لپاره ډېرې هلې ځلې کولې.

راپورونه وايي د ارسلا رحماني نوم د تېر ۲۰۱۱ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شو.

د افغانستان د سولې عالي ۷۰ کسیزه شورا دوه کاله وړاندې د ولسمشر حامد کرزي له خوا له طالبانو سره د سولې او جوړجاړي په موخه جوړه شوه.

ورته مطالب