د افغانستان څو لسيزې له ليز دوسېت سره

Image caption ليز دوسېت د اتيايمو کلونو له وروستيو څخه د افغانستان پېښې له دننه او بهر څخه تعيقبولې

په هغو نړيوالو خبريالانو کې چې شل کاله د مخه له جهادي مشرتابه سره يو ځاى له پېښوره کابل ته ورسېده، يوه هم د بي بي سي نوميالۍ ژورنالېسته ليز دوسېت ده.

هغې د اتيايمو کلونو له وروستيو څخه د افغانستان پېښې له دننه او بهر څخه تعيقبولې او کله چې جهادي ډلو واک ترگوتو کړ، له لومړي غوره شوي ولسمشر سره په کتار کې د يوه نوي افغانستان ليدو ته وخوځېده.

د پخواني شوروي پلوه مشرتابه برخليک، د جهادي ډلو د واک سيالي، د زرگونو کابليانو وژل کېدل او په لسگونو نورې پېښې وروسته د هغې د ورځنيو خبرونو موضوعگانې شوې.

د ثور د هغې څپ څپانې مياشتې خاطرې ليز دوسېت زموږ له همکارې مينې بکتاش سره په يوه مرکه کې بيا ورپه زړه کړيدي:

ځواب: شل کاله وروسته هغو ورځو ته بيا ستنېدل چې د اپرېل دا مياشت پکې ايله پيل شوې وه، څومره يو فوق العاده سفر دى او موږ ټول چې په هغه سيمه کې وو، پر دې پوهېدو. زه هغه مهال په پاکستان کې اوسېدم او د پېښور، اسلام آباد او کابل تر منځ په تگ راتگ کې وم. داسې انگېرل کېده چې يو څه پېښېدونکي دي. د ملگرو ملتو استازى بينون سيوان هم ددغو ښارونو ترمنځ په تگ راتگ کې و، هڅه يې کوله چې د واک د لېږد يوه سوله ييزه سياسي لار ومومي. خو ډېرې ستونزې وې او ځينې يې هغه وې چې له بده مرغه نن هم په افغانستان کې ليدل کېږي او هغه دا چې د افغانانو د يووالي يو احساس رامنځته شي او ورسره د جگړو د پايته رسولو هڅه وشي. په پېښور کې د جهادي ډلو ترمنځ چې هلته مېشتې وې، د پېښور تړون د چمتو کولو پر مهال رنگارنگ اختلافونه وو.

په کابل کې بيا، واک د ولسمشر نجيب الله له لاسه په وتو و او د يوه بېواکه مشر په سترگه ورته کتل کېدل. په واکمن خلک ديموکراتيک گوند کې خلقيانو او پرچميانو- هر يوه خپل مانورونه پيل کړي و چې خپل دريځونه خوندي کړي. زه آن روم ته ولاړم چې له پخواني جلاوطني ټولواک محمد ظاهرشاه سره چې له ورايه ددې هرڅه په ننداره بوخت و، وگورم. هغه ته مخکې استازي ورغلي او غوښتنه يې ترې کړې وه چې ستون شي، خو هغه به ويل چې هېواد ته نه ورځي ځکه چې حالات سم نه دي. د اپرېل په لومړيو شپو ورځو کې زه په کابل کې وم.

دا به مې هېڅکله هېره نشي چې زه د يوه افغان ملگري ليدو ته چې يو مخور ژورنالېست و، تللې وم، خو کله چې سهار وختي په کابل کې د هغه کورته ورسېدم، په حيرانتيا مې وليدل چې دى او کورنۍ يې لگيا دي خپلې بسترې تړي. ماترې وپوښتل: تاسې چېرې ځئ؟ هغه وويل: يو چا راته پټ خبر راکړى چې غوره ده له ښاره ووځم. ما ورته وويل: چېرته، کوم ځاى ته ځئ؟ هغه وويل: ځينو خپلوانو يې چې له احمدشاه مسعود سره ملگري دي ورته ويلي چې د خپل خونديتوب لپاره بايد ولاړ شي. او دا زما لپاره لومړنۍ روښانه نښه وه چې يوڅه را روان دي. خو له دې سره سره زه په منډه ايران ته ولاړم او چې کله په ايران کې وم، د کابل سقوط پيل شو. د احمدشاه مسعود ځواکونه ورننه وتل. د گلبدين حکمتيار ځواکونه ورننوتل. ما هڅه کوله چې کابل ته ځان ورسوم. غوښتل مې په الوتکه کې هرات ته ولاړه شم، هوايي ډگر تړلى و. غوښتل مې پر ځمکه ورشم، لاره تړلې وه. بېرته په الوتکه کې اسلام آباد ته ولاړم، بيا مې هم ونشواى کړاى چې افغانستان ته ننه وځم. په پاى کې چې کله پاکستاني واکمنو او په دې ډله کې آى اېس آى لومړني افغان کاروان ته چې نوى لنډمهالى ولسمشر صبغت الله مجددي او د هغه جگپوړى مرستندوى- حامد کرزى يې لېږدول، د ننه وتو اجازه ورکړه، زه هم ورسره ملگرې شوم او په حقيقت کې هغه مهال ورننه وتم چې يو نوې پړاو را پېلېدونکې و.

پوښتنه: احساس مو څه و، له پېښور نه تر کابله راته ددغه کاروان د تگ په اړه وواياست؟

ځواب: تاسې ته خو د سيمې ځمکنى جوړښت معلوم دى. کاروان د پاکستان پر قبايلي سيمو تېر شو چې هغه مهال هم په کې اداره نه وه، خو لا د اوس هومره خطرناکې نه وې. بيا د افغانستان پر کليوالو سيمو ورغلو چې له شوروي پلوه حکومتونو سره د مجاهدينو د ډېرو کلونو جگړې پرې تېرې شوې وې. نو ځکه هرې خواته ويجاړۍ وې، زنگ وهلي شوروي ټانکونه پراته وو او ماته دا اوس هم ډېر ښه په زړه دي چې کابل ته د غزېدلې لارې په وروستۍ ټوټه کې، مجاهدينو چې زموږ له رسېدو سره سم هغوى هم پر ښار راتويېد ل، د ښاديو هنگامې کولې، د گډوډيو يو احساس و. احمدشاه مسعود په انټرکانټېننټل هوټل کې خپل لومړنى خبري کنفرانس ورکړى و. د هيلو او اميدونو يوه عجيبه غوندې شېبه وه، يوه گډوډي وه. او په دغسې يوه حالت کې زه د ځينو هغو کسانو ليدو ته ولاړم چې د نجيب الله په حکومت کې يې لوړې څوکۍ درلودې، چې يو يې د بهرنيو چارو وزير وکيل و، ځينې نور يې غټ پوځي او ملکي چارواکي وو. خو روښانه وه چې هغوى پوهېدل دا يې وروستۍ شېبې دي او نور ورته په کابل کې ځاى نشته. هغوى هم يو په بل پسې له پلازمېنې نه پښې سپکې کړې.

پوښتنه: له عادي وگړو سره غږېدئ؟ د هغوى احساس څه و، لا يې هم ښادۍ کولې؟

Image caption ليز دوسېت په افغانستان کې

ځواب: البته موږ نه وايو چې افغانان عادي وگړي دي، هغوى ټول ډېر غيرعادي او فوق العاده دي. ما په ٨٨ او ٨٩ کلونو کې په کابل کې ژوند کړى و او ډېر افغانان مې پېژندل چې هېڅکله هم له کابله بهر نه و وتلي. زه د هغوى ليدو ته ورغلم او لکه چې ومې ويل ځينو يې لا وختي پښې سپکې کړې وې او ورته ويل شوي و چې سر ته يې خطر دى. نورو يې لکه د ولسمشر نجيب الله ، وروسته وويل چې په هېواد کې پاتېدل غواړي. نور يې پاتې و او د ښو ورځو هيله يې درلوده. گډوډۍ وې، وارخطايي وه، نا امني وه، خو يو شى چې ماته په افغانستان کې د دې څو لسيزو کار را وښود هغه دادى چې افغانان د هر نوي پړاو له پيل سره خورا لويې هيلې تړي چې گوندې دا نوى پړاو به له تېر نه ښه وي. خو له بده مرغه چې افغانان ډېر نهيلي پرېښودل شوي دي. د اوښتونو په پړاو کې ډېرئ هيله من کېږي چې حالات به د ښه والي پر خوا ولاړ شي. خو ډېر نور داسې هم و چې فکر يې کاوه په کابل کې د اوسېدو له امله او له دې کبله چې د نجيب الله له رژيم سره يې تړاو درلود، ښايي خونديتوب ونلري خو هيله يې درلوده چې: "ځه خداى به خير کړي!"

خو البته چې د خلکو د نيولو خبرې راووتې، د ځينو د وژلو انگازې شوې او آن د ځانوژنو خبرونه هم خپاره شول. ځکه نوهغه شېبې خورا څپ څپانده وې، خو ورسره ورسره بوختوونکې هم وې، ځکه چې په افغانستان کې نوي څه راروان و.

پوښتنه: دهغه مهال يو لوى راز هغه څه دي چې پر ولسمشر نجيب الله راغلل. آيا تاسې د ملگرو ملتو له استازي بينون سيوان څخه د هغه په اړه پوښتلي وو؟ په خپلو رپوټونو کې مو دې ته اشاره درلوده؟

ځواب: لږ تر لږه د ١٩٨٨ او ١٩٩٢ کلونو ترمنځ پړاوونو کې چې زه په کابل کې وم، تر هغو چې ولسمشر نجيب الله ته د ملگروملتو په ودانۍ کې پناه ورکول کېد ه، په پرله پسې ډول به اوازې خپرېدې چې "وتښتېد که لا شته؟ پاتې به شي که نه؟ چېرته دى؟ څه کوي؟". او په يوه پړاو کې، تر ١٩٩٢ کال لږ وړاندې، ماته له هغه سره د مرکې وخت راکړ شو. مرکه د هغه په کور کې وه. مېرمن يې او بچيان يې هم هلته و. ايله دا څوکاله دمخه يو چا چې له ولسمشر سره يې نژدې کار کاوه، راته وويل: دا مرکه ځکه د هغه په کور کې نيول شوې وه چې د هغه د تېتښې په اړه خورا ډېرې آوازې وې. موږ غوښتل چې تاسې وواياست: "ما ولسمشر په خپله وليد، ما د هغه مېرمن او بچيان وليدل او له هېواده نه دى وتلى". غواړم ووايم هغوى چې نجيب الله يې ښه پېژانده پوهېدل چې هغه داسې يو څوک نه دى چې وتښتي او په کابل کې به پاتې وي. خو موږ پوهېږو چې پر هاغه شپه، ده د تېښتې هڅه کړې وه او د عبدالرشيد دوستم ځواکونو په هوايي ډگر کې راگرځولى و. په دې اړه چې چا په هوايي ډگر کې عسکرو او قوماندانانو ته د ولسمشر د ورتگ خبر ورکړى و يا چا ودراوه خورا ډېرې خبرې کېږي. او پر دې هم پوهېږو چې کله طالبان ورغلل، پخواني ولسمشر ويل چې: زه خپل ولس ښه پېژنم او غواړم چې پاتې شم ، خو په خورا غمجن برخليک اخته شو.

پوښتنه: په هغو څلورو کلو کې چې پخوانى ولسمشر د ملگرو ملتو په ودانۍ کې و، له هغو کسانو څخه مو چې د طالبانو تر ورتگ پورې هلته واکمن و، د هغه د محاکمې پر احتمال څه اورېدلي، يا له هغه سره کوم ډول تماس و؟

ځواب: افغاني دود به نه وي که سړى ووايي په هغو کلونو کې ورسره هېڅ ډول تماس نه و. ځکه چې د جگړو په کلونو کې مو وليدل چې افغانان له يو بل سره ږغېږي، د خورا نادرو سياسي ټلوالو غړي افغانان يو له بل سره خبرې کوي: دوى له يوه بل سره د ليکې تر شا، د ليکې پر سر او د نورو ترمخه ږغېږي. البته داسې کيسې مو اورېدلې چې: نجيب الله سپورت کوي، د انگريزي په زده کړه بوخت دى. له هغه سره يې ورور او نژدې مرستندوى ښاغلى توخى هم و. نو ډېر شيان مو د هغه په اړه اورېدل. ملگرو ملتو احتياط کاوه چې هغه ته لاسرسى محدود وساتي او پوهېږو چې يوازې د گوتې په شمار څو کسانو ورسره ليده کاته کول. خو د حيرانتيا خبره به وي چې که له ده سره هېڅ ډول تماس نه وي نيول شوى.

لکه چې پوهېږئ، هغه خورا يو ناخوندي پړاو و، له تاوتريخوالي ډک وختونه و، داسې وخت و چې له بده مرغه دومره ډېرو کابليانو پکې د ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کلونو په ترڅ کې چې کورنۍ جگړې پر دغه ښار ناتار جوړ کړى و، خپل ژوند له لاسه ورکړ. دومره ويجاړۍ په کابل کې پېښې شوې، نو ځکه نجيب الله هلته د خپل خونديتوب لپاره پاتې و. فکر کوم کله چې جهادي مشران اخته وو چې په ښار کې خپل دريځونه پياوړي کړي او په سختو بېرحمو جگړو سره کېوتې ووچې د بشري حقونو د ځينو ډلو په وينا پکې ددغه ښار نژدې ٥٠ زره کسان ووژل شول، نو د هغوى ذهنونه نشواى کېداى چې پر نجيب الله هم فکر وکړي.

پوښتنه: په تېرو شلو کلو کې که يو چا له افغانستان نه خپلې سترگې نه وي اړولي، هغه تاسې ياست. له خپلو رپوټونو، له خپلو مرکو نه مو داسې کوم څه په ياد دي چې تر اوسه درسره پاتې وي؟

ځواب: ما تل ويلي افغانستان ته ورتگ د يوه ځل لپاره نه وي. چې يو ځل ورشې بيا دې ځانته وربولي، مينه دې ورسره پيدا کېږي، تصور دې راکاږي او فکر کوم چې افغانان تل د خپلو بهرنيو ملگرو لپاره د يوې ډالۍ بڼه لري. سره له دې چې د افغانانو په اړه ويل کېږي چې د بهرنيو يرغلگرو په وړاندې د خپل هېواد نه ايلېدونکې ساتنه کوي، چې همداسې هم ده او بهرني يرغلگر يې نه خوښېږي، خو ما تل ويلي چې که افغانان يو بللى مېلمه وويني چې د افغانستان د اړولو يا د افغان گټو د بدلولو هڅه نه کوي نو په ورين تندي ورته هرکلى وايي. له بده مرغه له نړيوالو سره د راشه درشه ډېر اړخونه هغسې سمبال نشول چې افغانانو غوښتل او فکر کوم چې افغانان د کلونو په اوږدو کې پر ما او زما پر ملگرو ډېر مهربانه وو او لکه چې تاسې شاهد ياست په گډه مو له بېلابېلو افغان چارواکو سره د مرکو انتظار کړى او هغوى هم په مهربانۍ سره په انگرېزي، پښتو، فارسي او دغه راز ازبکي مرکې راکړي. خو هغه څه چې له دې کلونو نه د خاطرې په توگه راسره پاتې دي دادي چې افغانان راغلي او هڅه يې کړې له ماسره د يوه داسې چا په توگه وگوري چې د هېواد په اړه يې يو ځانگړى احساس لري او غواړي چې په نښو کې ورته ووايم چې: "ښه به شي، د خرابېدو پر خوا نه ځي" او داسې شېبې هم وې چې تر هرڅه ډېر مې غوښتل کاشکې ورته وويلى شم چې: "ځئ، هرڅه به سم شي!"ټول پوهېږي چې پر افغانانو خورا ډېر کړاو تېر شوى او هيله ده چې دا اوسنى منځمهالى پړاو افغانستان رېښتا يوه ښه لوري ته وڅکوي. بله خبره چې له سړي سره پاتې کېږي داده چې ځيني وختونه يوه مرکه وشي، خو وروسته روښانه شي چې له سياسي او شخصي پلوه ارزښتناکه وه.

په ياد مې دي چې د ٢٠٠١ له په وروستيو کې ما په پېښور کې له عبدالحق سره مخکې له دې چې افغانستان ته ننه وځي مرکه وکړه، او وروسته جوته شوه چې دا د هغه وروستۍ مرکه وه او له هغې وروسته په افغانستان کې سخت وکړول شو او بيا ووژل شو. دغه راز مې په ٢٠٠٢ کال کال له حامد کرزي سره هغه مهال په کندهار کې مرکه کوله چې د هغه د وژلو لپاره لومړى او ښايي تر ټولو خطرناک بريد وشو. له گلبدين حکمتيار سره مې هم د افغان تاريخ په مهمو شېبو کې مرکې کړي او په يوه کې مې ورته وويل: "موږ خبر يو چې تاسې زما يوه همکار ميرويس جليل ته گواښونه کوئ" او ميرويس جليل وروسته ووژل شو. که څه هم لا تر اوسه پوره روښانه شوې نه ده چې هغه چا وواژه. موږ دا امتياز درلود چې له تاريخ سره گام په گام ولاړ شو، دغه راز نه يوازې له پاچايانو، ولسمشرانو او قوماندانانو سره، بلکه له خلکو سره هم چې د افغاني ټولنې اصلي تنسته جوړوي، وگورو او خبرې ورسره وکړو. دوى خورا مهربانه و چې ددغو کلونو په اوږد کې يې د خپل کور دروازې او خپل زړونه موږ ته پرانيستل.

پوښتنه: زموږ کار څومره د ولس پر انگېرنو اغېز کړى او څه ډول اغېز يې کړى دى؟

Image caption لیز دوسېت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له کشر ورور احمد ولي کرزي سره د مرکې پر مهال. ښاغلی ولي کرزی د دې مرکې نه يوه اوونۍ وروسته ووژل شو.

ځواب: فکر کوم افغانان به په پاى کې خپل تاريخ پخپله جوړوي او هغه څه چې د ١٩٩٢ کال تاريخ، د ١٩٨٨-١٩٨٩ کلونو له تاريخ سره موږ ته ښيي، دادي چې دا به په پاى کې پخپله د افغانانو کار وي، مهمه نده چې د ملگرو ملتو څومره استازي، څومره بهرني لوبغاړي ورځي او پوهېږو چې لا هم ډېر هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي، خو افغانان خپلې گټې پېژني او پر مخ به ځي. زما اټکل دادى چې افغانان لا هم يو څه بهرني لاسنيوي ته اړ دي، خو پرېکړه به افغاني وي او پخپله افغانان به يې کوي. دا خبره د مطبوعاتو په اړه هم سمه ده. وگورئ چې اوس په افغانستان کې څومره رسنۍ دي. هلته اوس د ټلوېزيونو، راډيو گانو، انټرنېټ، فيس بوک او ټويټر بڼې خورا عامې شوي او وياړم چې اوس زه د افغان ژورنالستانو د ټولنې يوه برخه گرځېدلې يم او داسې يوه چا ته لکه زه چې په ژبه هم سمه نه پوهېږي، اړتيا نه لري او اوس کولى شي خپلې پېښې پخپله راټولې او خپرې کړي. په مننې سره چې هغوى لا اوس هم موږ ته په خپل څنگ کې ځاى راکوي، او په ټول افغانستان کې، په ښارونو، ښارگوټو او کليو کې افغانان سيمه ييزې راډيو گانې لري، خو البته چې د بي بي سي پښتو او فارسي خپرونو ته هم غوږ نيسي چې پر دې يې منندوى يواو دا نه وايو چې همداسې بايد وي، خو فکر کوم چې په پاى کې به په خپله ژبه د افغانانو خبري ټاکونکى عامل وي.

پوښتنه: د افغانانو تر څنگ تاسې له ډېرو نړيوالو استازو سره هم لکه لخدر ابراهيمي، بينون سيوان، محمود مېستيري هم ليدلي دي. د هغوى له خبرو نه داسې يوه چې د افغانانو لپاره په دې ځانگړې نېټه کې د يادولو وړ وي، کولى شئ؟

ځواب: کله کله ماته پر دې خندا راشي، ځکه ځينې دغه نومونه چې تاسې ياد کړل، ما په افغانستان کې ستړي، تر پوزې رسېدلي، په کارونو کې شپه او ورځ تر سپوږمو ډوب، د اوونۍ اووه ورځې بوخت ليدلي دي چې نتيجو ته نه رسېږي، پايلې نه شي را ايستلى او چې دوره يې پايته رسېدلې، وتلي دي. خو له استثنا پرته ټول يې بېرته ورستانه شوي دي. او موږ د يوې ناروغۍ په اړه چې "افغانايټېس Afghanites " يې بولي يوه ټوکه جوړه کړې چې درمل يې نشته او هېڅوک يې هم د درمل په لټه کې نه دي، ځکه څوک به له هغه رنځ نه د رغېدو هڅه کوي چې بېرته دې افغانستان ته ستنوي؟! بينون سيوان لا هم پر دې فکر کوي چې پر ١٩٩٢ کال څه پېښ شول، څه شى يې بل ډول تر سره کولى شواى، پر کومو کسانو يې زړه تړلى و چې بايد نه يې واى تړلى. لخدر ابراهيمي لاهم د بن په پرېکړو کې، د بن په کنفرانس کې چې د ٢٠٠١ کال په وروستيو کې جوړ شو، ډوب دى او پر دې فکر کوي چې په کارونوکې څه ډول بدلون شونى و، ښه به نه واى چې طالبان هم وربلل شوي واى؟ چې کله له دغو دولتي شخصيتونو سره چې د افغانستان په تاريخ کې يې مهمه ونډه درلودلې ده، گورئ نو روښانه درته برېښي چې څومره دا هرڅه لا هم د هغوى په خاطرو کې پاتې دي. دوى غواړي چې کاشکې يې ډېر څه کړي واى او دوى ټول په دې بېساري تاريخي پړاو کې خپله ونډه جوته احساسوي.

خو ددې هر څه پيل د ١٣٥٧ کال د ثور پر اوومه وشو. په ياد مو دي چې ٣٤ کاله دمخه تاسې پر هغه مهال څه کول؟

ځواب: عجيبه به درته وبرېښي، خو دا هغه مهال و چې ما افغانستان آن پېژانده هم نه. زه په کاناډا کې وم، لا مې هم زده کړې کولې او د افغانستان په اړه هېڅ نه پوهېدم. يوازې دومره چې، موږ په کاناډا کې لا هم لاسي صنايع لرو او انا مې وړينې تلتکې يا بړستنې اوبدلې او نه پوهېږم چې ولې، خو هغه به يې افغاني بللې. دا زموږ يوه دوديزه خبره ده چې هغه افغاني بولي که څه هم له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري. دا زما په ژوندانه کې يواځيني "افغانان" و چې زه يې توده ساتلم او پر دې نه پوهېدم چې نژدې يوه لسيزه وروسته به افغانستان په رېښتيا زما د ژوندانه يوه برخه گرځي.