يو بل سياسي ګوند هم خپل شتون اعلان کړ

Image caption له بحران نه د نجات جبهې په خپلې کړنلاره کې پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د دوی په خبره له مافيايي کړيو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي.

په افغانستان کې يوه سياسي ايتلاف "له بحران نه د نجات جبهې" تېره ورځ په رسمي ډول خپل شتون اعلان کړ.

دغه ټلواله چې له۱۱ دموکراتيکو سياسي ډلو جوړه ده وايي له اوسني بحراني حالت نه د افغانستان د را اېستو په لټه کې دي.

دوی وايي ټلواله به يې په افغانستان کې د اداري فساد، د نشه يي توکو او د ځمکو د مافيا په څېر له سترو ستونزو سره کلکه مبارزه وکړي.

نوې جبهه دغه راز وايي دوی به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له خپله لوري نوماند ولري.

په افغانستان کې له تېر يوه کال راهيسې د نويو سياسي ايتلافونو جوړول زيات شوي او هر يو يې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته چمتووالی نيسي.

په دې لړ کې له بحران نه د نجات جبهې تېره ورځ خپل شتون اعلان کړ.

دغه سياسي ټلواله د ډاکټر نجيب په مشرۍ د وطن ګوند ډلې له يو شمېر غړو او سياسي سازمانونو جوړه ده.

دوی د خپل موجوديت د اعلان پر مهال وويل په پام کې لري چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند ودروي.

د دغې نوې جبهې مشر اسحق اتمر وايي د جبهې د جوړېدو لوی هدف د فساد او مافيا په ګډون له اوسني بحران نه د افغانستان را اېستل دي.

له بحران نه د نجات جبهې په خپلې کړنلاره کې پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې د دوی په خبره له مافيايي کړيو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي.

قانون ته د ځمکو د غاصبينو سپارل، د ناقانونه وسلو ټولول او د انتخاباتو په قانون کې بدلون راوستل د دغې جبهې د کړنلارې نور مهم ټکي دي.

له بحران نه د نجات جبهه وايي په ټول افغانستان، له هېواده بهر په ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امريکا کې غړي لري.

تر دې وړاندې ملي ايتلاف، ملي جبهې او د حق او عدالت سياسي ډلو د خپل موجوديت اعلان وکړ او د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې يې د خپلو نوماندانو د درېدو خبره کړې ده.

ورته مطالب